لاهور 04 جون (اے پي پي)د پنجاب وزيراعلٰی عثمان بزدار د جمعې په ورځ د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص استازي مولانا طاهر محمود اشرافي سره ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ په وده د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وزيراعلٰی عثمان بزدار په دې موقع په خپلو خبرو كښې ووئيل حكومت په پنجاب كښې د مهذهبونو همغږۍ ودې لپاره د علماﺀ كرام د كردار اعتراف كوي٬په ټولنه كښې تحمل٬برداشت او د ورورولۍ د جذبات وده د وخت ضرورت دے٬علماﺀ كرامو تل روادارۍ او يو والي ته وده وركړې٬د انتهاخوښو په ضد فكري او نظرياتي جنګ كښې د علماﺀ كرامو كردار د ستائنې وړ دے۔ده ووئيل د كورونا وبا په مهال هم علماﺀ كرامو خپل مثبت كردار ادا كړے۔مولانا طاهر اشرفي په دې موقع ووئيل د پنجاب وزيراعلٰی عثمان بزدار په مشرۍ كښې د پنجاب حكومت د كورونا خپرېدو مخ نيوي لپاره موثر اقدامات كړي٬په كورونا د قابو موندلو لپاره د پاكستان اقدامات ټولې نړۍ منلي۔ده ووئيل د كورونا ويكسين په اړه به علماﺀ كرام خپل بشپړ كردار روان ساتي۔علماﺀ كرام د امن٬ورورولۍ او يوالي وده كښې د حكومت ملګري دي
د پنجاب وزيراعلٰی عثمان بزدار سره د وزيراعظم خاص استازي مولانا طاهر محمود اشرافي ملاقات
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania