اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئيلي دي پاکستان پیپلز ګوند به د ګلګت بلتستان اولس په سخت وخت كښې يوازې نه پرېږدي ، په شیشپر ګلیشیئر د جھيل ماتېدو د لاسه په رامخې ته شوي صورتحال قابو موندلو له به په بېړني بنيادونو كار كول وي٬ دا خبره دې باوري كړې شي چې ځائي ودانيو ته به هېڅ ډول زيان نه رسي٬ زمكيزې لارې دې هم پرانستې وساتلې شي۔ د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل هيله ده چې انتظاميه به دا خبره باوري كړې چې عام وګړي او سېلګري به كومو ستونزو سره نه مخ كېږي۔ ده ووئيل د ګلیشیئرز تندۍ سره ويلې كېدل اندېښمن دي٬ په موسمياتي بدلونونو اوس نور غلې پاتې كېدې نه شؤ۔ ده ووئيل حالات د موسمياتي بدلونو په معامله د ټولشموله او پرله پسې هڅې غوښتنه كوي
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II