اسلام آباد 09 ستمبر(اے پي پي) د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي وئېلي دي چې پاكستان مراكش سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ ده دا خبره په پاكستان كښې د مراكش سفير سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د جمعې په ورځ د الوداعي ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د دواړو خوا د دې عزم پخلې وشو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكې به لا مستحكم كولې شي۔پھ دې موقع طارق فاطمي ووئيل پاكستان مراكش سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ده د موده پوره كونكي سفير د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې مستحكم كولو كښې مهم كردار وستائېلو او د هغه سباؤن لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی