اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي)د صنعت او پېداوار وفاقي وزير خسرو بختيار د شنګهائي مرستې تنظيم قوي كولو لپاره د اېس سي او بزنس كونسل جوړولو په حاجت زو ر راوړے او هيله يې څرګنده كړې چې دا اقدام به د غړو هېوادنو په خاص توګه د منطقې سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې په زړه پورې كردار ادا كولو له مرستياله ثابت شي۔ دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د اېس سي او د صنعت وزيرانو وړومبنۍ غونډې ته په خطاب كښې وكړه۔د صنعت او پیداوار وفاقي وزير د شنګهائي مرستې تظيم ته د موثر پليټ فارم جوړولو لپاره څلور نكاتي تجاويز وړاندې كولو سره په غړو هېوادونو زور راوړے چې شريكې مرستې ته وده وركولو سره دا پليټ فارم لا موثر كېدې شي۔ده ووئيل تر ټولو وړومبې د شنګهائي مرستې تنظيم كنسورشيم جوړولو ضرورت دے كوم چې د غړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي تهنك ټينك رامخې ته كړي كوم به چې د صنعتي مرستې د ودې لټولو لپاره تحقيقي جاج اخلي٬په دوهم لمبر د شنګهائي مرستې تنظيم ډوېلپمنټ بېنك دې جوړ كړے شي كوم به چې صنعتي مرستې او پرمختګ لپاره په كار فنډ وركوي۔خسرو بختيار ووئيل په درېم لمبر شنګهائي مرستې تنظيم قوي كولو لپاره دې اېس سي او بزنس كونسل جوړ كړے شي دغسې چې د غړو هېوادونو ترمينځه صنعتونو او كاروبار ته استحكام وركړے شي۔ده ووئيل په آخري لمبر د دې فورمز ترمينځه شريك انتظامات دې باوري كړے شي او د غړو هېوادونو د توان وزيرانو غونډې دې راوبللې شي دغسې چې شريكو رابطو او د خام مال په حقله مرسته زياته شي
اېس سي او به د منطقې سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې په زړه پورې كردار تر سره كولو له مرستياله ثابت شي۔ د وفاقي وزير خسرو بختيار د شنګهائې مرستې تنظيم د صنعت وزيرانو وړومبنۍ غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina