اسلام آباد 16 نومبر (اے پي ??ي) وزيراعظم عمران خان د حكومت په 100 ورځو بشپړېدو د تعليم٬ روغتيا او د غربۍ خاتمې پشمول د ګڼ شمېر څانګو جامع پروګرام قام ته د وړاندې كولو اعلان كولو سره وئيلي دي سره د سختو حالاتو به په راتلونكو څو مياشتو ??ښې واضح بدلون تر نظره شي٬ د معيشت پائيدار پرمختګ لپاره به برآمدات ٬ سرمايه كاري ٬ د بهرنيو هېوادونو څخه ترسيلات زر زياتولو پشمول په مني لانډرنګ قابو موندل وي٬ زمونږ جنګ د جمهوريت خوښو په ضد نه د هېواد تباه كوونكو په ضد دے٬ هېواد تر هغه وخته پرمختګ نشي كولې تر څو چې په رښتي??ې معنٰي جمهوريت نه وي راغلې۔ ده دا خبرې د كالم ليكونكو پلاوي سره د خبرو په مهال وكړې چا چې د جمعې په ورځ د وزيراعظم په دفتر ??ښې ده سره ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال په مهمو ملكي چارو او د حكومت په پالېسو تفصيلي خبرې وشوې۔ وزيراعظم ووئيل اوسنې حكومت به د خپلو 100 ورځو په بشپړېدو د تعليم٬ روغتيا٬ غربۍ خاتمې او د يو شمېر نورو حوالو په اړه بشپر او جامع پروګرام قام ته وړاندې كوي۔ په هر يو حكومت ??ښې وړومبې سل ورځې د حكومت د راتلونكې اړخ ټاكنه كوي۔ د دې سلو ورځو اهميت په دې لحاظ هم مهم دے چې په دې ??ښې اولس ته معلومه شي چې حكومت په كوم پلو روان دے او په سباؤن ??ښې به كومې پالېسې خپلولې شي۔ وزيراعظم ووئيل له بده مرغه په پاكستان ??ښې كله هم جمهوريت لپاره هڅې نه دي شوې۔ د جمهوريت په ځائ د كلپټو كرېسي روا?? پاتې شوے چرته چې حكومت كوونكو اقتدار خپلو ګټو لپاره كارولې۔ ده ووئېل د يوې اندازې له مخې ټرېلين ډالر د غريبو هېوادونو نه شتمندو هېوادونو ته منتقل كېږي۔ پاكستان هم په هغو هېوادونو ??ښې شمېرلې كېږي د چا دولت چې حكمران اشرافيه د مني لانډرنګ د لارې بهرنيو هېوادونو ته لېږي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د هېواد په تاريخ ??ښې تر اوسه د ټولې بهر??ې مرستې سره هم مونږ د دريمې نړۍ په هېوادونو ??ښې شمېرلې كېږو۔ له بده مرغه مونږ ته تر اوسه معلومه نه شوه چې دا هېواد څومره وسيلې لري۔ ده ووئېل مونږ حكومت ته به راتللو وكتل چې تر اوسه يوازې د تېل او ګاز په څانګه ??ښې د هېواد يوازې 6 فيصده برخه كارولې شوې۔ ده ووئيل د تېل او ګاز نه علاوه دلته كوم كوم وسائل شته ٬ د دې لټولو لپاره تر اوسه كوم حكومت پام نه دې كړې۔ وزيراعظم ووئيل په كوم هېواد چې د قانون حكمراني نه وي٬ هلته ادارې قصداَ كمزورلې كولې شي چې دغسې د حكمران اشرافيه غلا ممكنه كړې شي۔ ده ووئيل مېرټ نظرانداز كولو سره په ادارو ??ښې د خپلې خوښې خلق په ځائ كولې شي چې هغوي د حكمران اشرافيه په غلا ??ښې خنډ جوړ نه شي او د وائټ كالر كرائمز لاره هواره شي او وائټ كالر كرائم نيول مشكل شي۔ عمران خان ووئيل زمونږ جنګ د ديموكراتيكو په ضد نه دے د هغو خلقو په ضد دے څوك چې هېواد تباه كوي۔ هېواد تر هغه وخته پرمختګ نه شي كولې تر څو چې په ريښتينې جمهوريت نه وي راغلې۔ د كال 2018م د ټولټاكنو په سپېځلتيا خبرې كولو سره وزيراعظم ووئيل د كال 2018م په ټولټاكنو ??ښې پي ??ي آئي په كمو زياتو 55 چوكو يوازې د درې څلورو زره په فرق ماتې خوړلې۔ په دې ??ښې 14 چوكۍ د قامي اسمبلۍ او 40 چوكۍ د صوبائي اسمبلۍ وې۔ وزيراعظم ووئيل مونږ اپوزيشن ته په واضحه توګه وئيلي چې د اپوزيشن په كومو كومو چوكو اعتراض وي٬ هغه حلقې پرانستلې شي خو د اپوزيشن مقصد دا نه و۔ ده ووئېل ځينې خلقو ته معلومه ده چې كوم څيزونه زمونږ په وړاندې راځي او چې كله ټول حقيقت مخې ته راشي نو د دوي مستقبل به څه وي۔ په خېبر پښتونخوا ??ښې ووټ وركونكې خپلواكه دي٬ د هغه ځائ روايت دے چې هغوي يو ځل كوم ګوند ټاكي او بيا چانس نه وركوي خو هم د دې خېبر پښتونخوا اولس پي ??ي آئي په دوهم ځل په اكثريت سره كامياب كړو۔ ده ووئېل د دې وجه دا وه ??ې مونږ هلته كار كړے۔ وزيراعظم ووئيل مولانا فضل الرحمان او نور سياستمدار شور ځكه كوي ځكه چې دوي ته معلومه ده چې د خېبر پښتونخوا نه دوي لرې كړې شوي او په نورو ځايو
د وزيراعظم عمران خان د حكومت په 100 ورځو بشپرېدو د تعليم٬ روغتيا او د غربۍ خاتمې پشمول د ګڼ شمېر څانګو جامع پروګرام قام ته د وړاندې كولو اعلان
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha