اسلام آباد 10 مارچ(اے پی پی)د كابينه اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي)د روژې پېكج 2021 له مخې په يوټېلټي سټورونو د 19 ضروري څيزونو په ارزانه بيعه وركولو لپاره 7.8 ارب روپۍ رېليف پېكج منظور كړے۔د روژې مباركې په مياشت كښې به د ګرد هېواد د څلور زره څخه په زياتو يوټېلټي سټورونو وړه٬غوړي او چيني په ارزانه بيعه باوري كولې شي۔د اي سي سي په غونډه كښې د تعليم او تربيې وفاقي وزارت د كووېډ 19 په اړه دبېلو پروژو بشپړولو لپاره 1056 ملين روپۍ٬د وزيراعظم د ارزانو كورونو سكيم له مخې قرض اخستونكو ته په رعايتي شرح سود قرض وركولو لپاره د 1.5 ارب روپې ٬د امن او امان په بېله بېل مشنز كار كونكې عملې لپاره د 334.306 ملين روپو او د وفاقي انشورنس محتسب سېكرټرېټ لپاره د 31.50 ملين روپو پشمول بېلا بېلو محكمو لپاره د ټېكنيكل سپليمنټري ګرانټس منظوري هم وركړې
مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil