اسلام آباد 27 ستمبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د هندۍ خارجه وزيرې پھ بيان د پارلمان شريكې غونډې رابللو په اړه د مخالفې ډلې مشر پھ تجويز د حكومت څخه رائے وغوښتلې ده ۔د مخالفې ډلې مشر د اعتراض په نكته بيان كښې د غونډې رابللو غوښتنه وكړه سپيكر د قانون وزير زاهد حامد ته ووئيل چې د شريكې غونډې رابللو په اړه مخالفه ډله اعتماد كښې واخلي او د مخالفې ډلې مشر غوښتنه حكومت ته ورسوي۔زاهد حامد ووئيل په دې اړه مشاورت نه پس به ايوان خبرولې شي۔۔ډاكټر شيرين مزاري ووئيل د فاټا په معامله اېډوائزري كمېټۍ كښې پريكړه شوې وه۔د هند خارجه وزيرې اتومي دړكه وركړی بايد په دې معامله زر تر زره بحث وكړی شي۔محمود خان اچكزئي ووئيل كشمير يوه مهمه مسئله ده بايد مونږ په دې شريكه غونډه راوبللو او بحث وكړو۔ ده ووئېل شريكه غونډه بائد يوازې تر كشمير محدود ونه ساتلې شي۔د مخالفې ډلې مشر ووئيل د كشمير مسئلې سره سره د بلوچستان پشمول په نورو چارو هم بحث كېدې شي۔شېراكبر خان ووئيل ټول قام او سياسي قيادت د كشمير په معامله يو موټې دې۔شريكه غونډه دې د جمعې په ورځ راوبللې شي۔وسيم حسېن ووئيل هند هره ورځ دړكې كوي زر تر زره دې په دې مسئله بحث وكړی شي۔د دې نه وړاندې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه ووئيل د كشمير مسئله د ډېر اهميت وړ ده۔هند په بېلو ډولونو په پاكستان فشار زياتوي۔د هند خارجه وزيرې تېره ورځ يو بيان وركړی د هغې د بيان پحقله كه د پارلمان شريكه غونډه راوبللې شي نو مونږ د سشما سوراج په بيان بحث كولې شو۔د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د اعتراض په نكته مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه ووئيل د كشمير مسئله مهمه ده او په نړيواله كچه او سفارتي كچه پھ دې اړه تشويش زياتېږي۔ده ووئيل كه د ګل په ورځ شريكه غونډه راوبللې شي نو په دې به مونږ بحث وكړو ځكه چې دا د پاكستان او زمونږ د بقاﺀ مسئله ده۔
كه د پارلمان شريكه غونډه راوبللې شي نو مونږ د سشما سوراج په بيان بحث كولې شو۔د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه
مضمون کا ماخذ : رومن دولت