لاهور 17مارچ (اے پي پي) د ريلويز وزير محمد اعظم خان سواتي وئيلي دي ريلوے افسران دې د محکمې پراپرټي او زمكي په اړه كار ګړندے كړي، ډي جي پراپرټي اينډ لينډ مشر دې د كوم ملازم چې چرته حاجت وي هلته به په كار ولګوي او د پراپرټي اينډ لينډ كار دې په سمدستي توګه بشپړ كړي۔ده د شورو په ورځ ريلوے هيډ کوارټرز كښې د پراپرټي اينډ لينډ په اړه د غونډي مشري كوله۔ د ريلويز وزير ووئيل ډائريکټر جنرل پراپرټي اينډ لينډ محمد حفيظ الله خان د پراپرټي اينډ لينډ ډلي مشر دے دغسې په ډويژنو كښې د هغه نمائنده به د ډويژن مشر وي۔ ده ووئيل پراپرټي اينډ لينډ په اړه بورډ آف ډائريکټرز جوړ شوے، پراپرټي اينډ لينډ په اړه دې كار ګړندے كړے شي۔ محمد اعظم خان سواتي ووئيل ډي جي پراپرټي اينډ لينډ يواځي د ريلوے وزارت له ځواب وركونكے دے،د كوم ملازم چې چرته هم حاجت وي هغه به هلته لګولے شي ۔ده ووئيل د ډي اېس کار الاټمنټ کول نه دي،د هغه كار د ټرين آپريشن ذمه واري او مسافرو له آسانۍ وركول دي۔په غونډه كښې چيف ايګزيکټو آفيسر نثار احمد ميمن ، ايډيشنل جنرل منيجر انفراسټرکچر آصف متين زيدي، ډائريکټر جنرل پراپرټي اينډ لينډ محمد حفيظ الله خان، ايډوائزر ټو فيډرل منسټر فار ريلويز عبدالرشيد نه علاوه سينئر افسرانو او د ويډيو لنك د لاري ډي ايسز ګډون وكړو
د ريلويز وزير اعظم خان سواتي په مشرۍ كښې په ريلوے هيډ کوارټرز كښې د پراپرټي اينډ لينډ په اړه غونډه
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت