اسلام آباد۔23مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ټول ملت ته د 23 مارچ پاكستان ورځې مباركي وركولو سره وئيلي دي 23 مارچ 1940 د ملي جذبې د جوړولو او د خوبونو د ريښتا كولو ورځ وه۔ وزير مملكت د شورؤ په ورځ په خپل ټويټ كښې ووئيل چې د پاكستان جوړېدو مقصد دا پاكه خاوره يو اسلامي جمهوري او فلاحي رياست جوړول وو۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان پاکستان د مدينې په طرز د فلاحي رياست جوړولو په ايجنډا عمل کوي۔
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون