اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو د هند زور ظلم پ??و پام راګرځو??و په غرض د عرب ليګ عمومي سېكتر ته خط لېږلې دې ۔د عرب ليګ په غړيو هېوادونو زور راوړلې شوې چې په مقبوضه كشمير كښې د وژنو او وينې بهيولو مخ نيوي له په هند فشار زيات كړي۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سلاحكار سرتاج عزيز د زيارت په ورځ د عرب ليګ عمومي سېكتر پھ نامه يو خط كښې مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه وګړيو د هندي ظلمونو په ضد غږ پورته كولو لپاره زور راوړې۔خارجه چارو سلاحكار لېكلې دې هندي پوځ د تېرې يوې مياشتې نه د وګړيو پھ ضد ظلمونه او تشدد زيات كړې چې په نتيجه كښې يې تراوسه 70 څخه زيات كشميريان شهيدان شوي او ګڼ ژوبل شوي دغسې د دې ظلمونو په نتيجه كښې كشميريان د سترګو څخه هم محروم شوې۔خارجه سلاحكار خپل خط كښې ليكلې كشميرے اولس د حق خوداراديت لپاره هلې ځلې كوي كوم لپاره چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو كښې هم هغوي سره لوظ شوې۔خارجه سلاحكار لېكلې كشميرې اولس د هند د غاصبانه قبضې په ضد د اوږدې مودې راهسې هلې ځلې كوي۔خارجه سلاحكار خپل ليك كښې ووئېلې دې د آزادۍ هلې ځلې دې ترهه ګرۍ سره ونه تړلې شي۔په خط كښې په عرب ليګ زور راوړلې شوې چې پھ هند پھ مقبوضه كشمير كښې د وينې بهيولو او ظلمونو مخ نيوي له فشار زيات كړي
مقبوضه كشمير كښې د وژنو او وينې بهيولو مخ نيوي له دې عرب هېوادونه په هند فشار زيات كړي
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر