پېنډي 14 فروري (اے پي پي)د ايران د كورنيو چارو وزير احمد واحدي د خپل يو پلاوي سره د ګل په ورځ د جي اېچ كيو دوره كړې او د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره يې ملاقات كړے ۔د ملاقات په مهال د جيو اسټريټجك ماحول په خاص توګه سيمه ايز صورتحال او دفاع او سلامتيا په څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې په ملاقات كښې د ايران په پوله د امنيتي ميكنزم پشمول د پولې په انتظام هم د خيالاتو څرګندونه شوې ۔په دې موقع د پاك پوځ سرلښكر ووئيل د دواړو وروڼو ګاونډيانو هېوادونو ترمينځه زياتېدونكې مرسته منطقه كښې د امن او استحكام لپاره ضروري ده۔د پاك ايران پوله د امن او د ملګرتيا پوله ګرځولو سره د پاك پوځ سرلښكر د پاك ايران پولې سره د شرخوښو د كومې هم كاروائي مخ نيوي لپاره د اجتماعي هڅو ضرورت په ډاګه كړو۔دغسې د ايران د كورنيو چارو وزير په افغانستان كښې استحكام د اجتماعي سيمه ايزې ذمه وارۍ په توګه د امن او استحكام لپاره د پاكستان هلې په خاص توګه د افغانستان خلكو ته رامخې ته شوې ستونزې كمولو لپاره بشري مرسته ستائېلې ده
د ايران د كورنيو چارو وزير سره د خپل پلاوي د جي اېچ كيو دوره٬د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2