اسلام آباد 01 اکتوبر (ا?? پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره نوموړي سکالر ډاکټر ذاکر ??ائ??ك ملاقات کړې ٬ د ملاقات په مهال مسلمانانو ته په پېښو چيلنجونو او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ پشمول په نورو چارو خبرې اترې وشوې۔ ډاکټر ذاکر ??ائ??ك ووئيل د پاکستان وګړي زيات مينه لرونكي دي،مسلمانانو له خپلو كښې اختلافات هېرولو سره د قرآن و سنت په رڼا كښې يو موټے كېدو ته اړتيا ده۔د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق ووئيل اسلام بشپړه ضابطه حيات دے، اسلامي تعليمات د امن، ورورولۍ او ميني پي??ام وركوي،مسلمانانو له به يو موټے كېدو سره له يو بل سره په ګډه تلل وي۔ ده ووئيل د ډاکټر ذاکر ??ائ??ك په نړۍ كښې د اسلام د امن او ميني پي??ام عام کولو كښې هڅي د ستائنې وړ دي،د پاكستان په آئين كښې ټولو وګړو ته يو ډول حقونه ترلاسه دي،پاکستان كښې اقليتونو ته د هغوي د حقونو بشپړه تحفظ ترلاسه دے،مسلمانان په پېښو چيلنجونو قابو موندلو له يووالي ته اړتيا لري، پاکستان په نړيواله كچه امن او مذهبي همغږۍ ته وده وركولو له خپل كردار ترسره كوي۔ ډاکټر ذاکر ??ائ??ك ووئيل اسلام د امن، محبت او ورورولۍ دين دے،زما د تبليغي کار مقصد نړۍ كښې د اسلام ٬ امن او محبت حقيقي پي??ام رامخې ته كول دي۔ډاکټر ذاکر ??ائ??ك په اتحاد بين المسلمين او د اسلام حقيقي پي??ام په ټوله نړۍ كښې خپرولو له د پاکستان کردار وستائلو۔دې نه پس د قومي اسمبلۍ سپيکر سره ډاکټر ذاکر ??ائ??ك د ايوان دوره هم وكړه۔
سپيکر سردار اياز صادق سره د نوموړي سکالر ډاکټر ذاکر نائيك ملاقات، مسلمانانو ته په پيښو چيلنجونو د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria