پېښور ۔23 فروری (اے پی پی)د داخله چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئيلي دي كه پلوامه پېښه كښې پاكستان ككړ دې نو ثبوت دې راكړې شي۔ هند دې د تورونو په ځائې دليلونو او ثبوت سره خبره وكړي۔ په پلټنيو كښې مو هند ته د مرستې پېشكش كړې دې۔ جنګونو سره تباهي او امن سره خوشحالي راځي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده پیښور پوهنتون كښې د مېرمنو جناح كالج كښې د كلنې انعامونو وېش دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال ده په زده كوؤنكو زور راوړو چې دوئي دې خپل صلاحيتونه د پاكستان سوكالۍ او پرمختګ له وكاروي دغسې چې پاكستان د نړ?? نورو قومونو په صف كښې مهم مقام ترلاسه كړي۔ ده ووئيل هند كښې د كروړونو په شمېر وګړي په فټ پات ژوند كوي ولې هندي جنګي جنون نه ختمېږي۔ مقبوضه ك??مير كښې زور ظلم او زياتې كېږي۔ ده ووئيل پاكستان امن غواړي او په امن باور لري۔ بياهم كه په مونږ جنګ مسلط كړې شو نو بشپړه ځواب به ئې كوو۔ ده ووئيل جنګ سره به په لويه كچه د ځانونو زيان وشي۔ هند بايد دې ته په جدي توګه سوچ وكړي۔ ده وئيل د هېواد اكانومي مخ په زياتېدو ده ٬ سيلګرۍ ت?? ود?? ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل حكمران او اولس دواړو له به ځواب وركول وي۔
هند دې د تورونو په ځائې دليل او ثبوت سره خبره وكړي۔ په پلټنيو كښې مو هند ته د مرستې پېشكش كړې دې۔ د داخله چارو دوهم وزير شهريار آفريدي جناج كالج كښې دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ