سرينګر 06 نومبر(اے پي پي) د كنټرول لائن په دواړو غاړو او ټوله نړۍ كښې مېشته كشميريانو د خالي په ورځ د جمو د شهيدانو ورځ د دې عزم پخلي سره ولمانځله چې دوي به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې د شهيدانو مشن روان ساتي. د نومبر كال 1947م په وړومبې اونې كښې د ډوګره مهاراجه هري سنګھ ځواكونو، هندي ځواكونو او هندو انتهاخوښو د جمو په بېلا بېلو سيمو كښې پاكستان ته هجرت كوونكي د لكونو په شمېر كشميري مسلمانان شهيدان كړي وو. د كشمير مېډيا سروس له مخې د حريت مشرانو او تنظيمونو په خپلو بيانونو كښې د جمو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د شهيدانو وينې به په يو صورت هم نه بې ځايه كېږي. شهيدانو يو عظيم مقصد لپاره خپل ځان قربان كړې، د دوي قربانې به كله هم هېرې نه كړې شي. د حريت مشرانو ووئيل چې په جمو كښې د مسلمانانو نسل كشي د نړۍ لويه پېښه وه چې پكښې د لكونو په شمېر مسلمانان په بې دردې سره شهيدان كړے شوي وو. د حريت مشرانو او تنظيمونو ووئيل چې شهيدانو ته د عقيدت وړاندې كولو تر ټولو ښه طريقه دا ده چې د دوي مشن منطقي انجام ته ورسولې شي.
كشميريانو د خالي په ورځ د جمو د شهيدانو ورځ ولمانځله
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد