اسلام آباد 07 جنوري(اے پي پي) د پاكستان بېت المال اېم ډي عون عباس بپي وئيلي دې د 80 زره ورځپاڼو خرڅوونكو شمېره د كرونا په سبب 22 زره ته راغلې ٬ كله چې مونږ اوده يو نو دوي د قامي ذمه وارۍ په توګه هر كور ته ورځپاڼې رسوي٬ كرونا كه يو خوا هره طبقه ځپلې نو هلته ئې دا خلق هم ځپلې دي ځكه چې د ورځپاڼو سركولېشن كم شوے۔ عون عباس ووئيل د اطلاعات وزارت سره په ګډه د ورځپاڼو خرڅوونكو ته سهولت وركولو لپاره منصوبه پېل كوٶ۔ ده ووئيل د بېت المال لخوا به يو فوكل پرسن ټاكلے شي او د بېت المال ضلعي دفترو ته هم امر شوے چې د دوي درخواستونه په فاسټ ټرېك وچلوي۔ ده ووئيل د دوي د ماشومانو فيسونه ‘د تھيليسيماﺀ او نورو موذي رنځونو درملنې لپاره به فنډز وركوٶ٬ په ووکشينل تريننګ كښې تربيه ترلاسه كوونكو انجونو ته به پاورټي اويلويشن فنډز د سود نه غېر قرض وركولے شي۔ده ووئېل بېت المال په 160سکولونو كښې فري تعليم ‘ يونيفارم ‘ کتابونه او وظيفه وركونكے دے۔ د آل پاكستان ورځپاڼو خرڅوونكو يونين صدر ټکا خان د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنيټر شبلي فراز ‘ د اطلاعات سېكرټري او د بېت المال اېم ډي لخوا اخبار خرڅوونكو لپاره د پېكېج په اعلان مننه وكړه۔
د اطلاعات وزارت سره په ګډه د ورځپاڼو خرڅوونكو سهولت لپاره منصوبه پېل كوٶ۔عون عباس بپي
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے