اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي په ځوانانو زور راوړې دې چې ځوانان دې د هېواد پرمختګ لپاره خپل ځان كښې فكري بدلون راولي٬ نوې رامخې ته شوې ټېكنالوجي دې خپله كړي٬ ځوانان معيشت٬ تجارت او د جمهوري اقدارو بهترۍ لپاره لارښودنه كولې شي٬ بوائز او ګرلز سكاٶټس٬ هلال احمر او نورې ادارې لا فعالولو ته اړتيا ده۔ دا خبرې صدر مملکت ډاکټر عارف علوي په ايوان صدر كښې د يوتھ پارليمنټ پلاوي سره وكړې كوم چې د ګل په ورځ صدر سره ملاقات كولو۔ ده ووئيل چې قائد اعظم محمد علي جناح د هېواد ځوانانو ته خاص اهميت وركولو او په دوي ئې فخر كولو او ددوي ئې د قام معماران ګڼل۔ د ملاقات په مهال د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی