هنګو ۔21جنوری (اے پی پی) د پ??را چنار سبزی منډی مارکیټ كښې د بمي چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې 21 تنه مړه او 50 څخه زيات ژوبل شوي دي۔ د حق رسېدليو كسانو د جنازې اجتماعي لمونځ ادا كړے شو۔ پېښې څخه وروستو د امنيتي ځواكونو کوئیک رسپانس فورس ټوله سيمه محاصره كړه او د پل??نو عمليات ئې پېل كړل۔ د پولیټیکل انتظامیه کرم ایجنسی او امنيتي ذريعو ترمخه د خالي په ورځ سهار 8 بجو ته نزدې د پ??را چنار په نيو سبزي منډۍ كښې د نامعلومه كسانو لخوا دسبزۍ په كرېټ كښې د 20 كلو نه زيات چاؤدېدونكي توكي په ځائې كړې شوي وو۔ او څنګه چې د كسانو ګڼه ګوڼه شوه نو ناڅاپ?? يوه درنه چاؤدنه وشوه چې آواز ئې ??ر لرې لری ترغوږ شو۔ د دوهم پولیټیکل ایجنټ نصر اللہ خان ترمخه ددې پېښې په نتيجه كښې 21 تنه مړه او 50 څخه زيات نور ژوبل شوي دي۔ د امنيتي ذريعو ترمخه دجنازې لمونځ كښې د اېف سي آئي جي مظهر شاهین په شمول د پولیټیکل انتظامیې چارواكو ٬ سياسي او سماجي لارښودو د سيمې يو شمېر مشرانو ګډون وكړو۔ بلخوا د وحدت المسلمین مشر علامہ ناصر جعفری د پ??را چنار پېښې غندنه كولو سره ټول هېواد كښې 3 ورځې سوګ اعلان كړو۔
پاراچنار ‘ نیو سبزی منډی مارکیټ كښې بمي چاؤدنه ٬ 21 تنه مړه ٬ 50 څخه زيات ژوبل
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ