اسلام آباد 21جنوری(اے پی پی) د الېكشن كميشن د اثاثو ګوشوارو په جمع كولو د نورو 15 پارليماني غړو ركنيت بحال كړے۔د جمعې په ورځ د ټاكنو كميسون لخوا د جاري نوټيفيكېشن له مخې د كومو غړو ركنيت چې بحال كړے شوے په هغې كښې د قامي اسمبلۍ غړي عامر لياقت حسېن٬غلام بي بي بهروانه٬محمد اسلم خان٬د پنجاب صوبائي اسمبلۍ غړو چوهدري عادل بخش چټه٬محمد ارشد چوهدري٬محمد عامر عنايت شاهاني٬عنيزه قاطمه٬ميا محمد آصف٬نويد علي٬محمد اشرف خان رند٬صادقه صاحب داد خان٬شاهينه كريم٬د سندھ اسمبلۍ غړي مخدوم محبوب الزماں٬د كے پي كے اسمبلۍ عزيز الله خان او لياقت خان شامل دي۔د دې غړو ركنيت د 16 جنوري څخه معطل كړے شوے ؤ
مضمون کا ماخذ : راکی