اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) د منصوبه بندې وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي اپوزيشن دې په پوځ او حكومت د خپلو ناكامو ذمه وارۍ اچولو څخه د انتشار خپرولو په ځاے مثب رويه خپله كړي، د نېشنل چارټر آف اكانومي برخه دې جوړ شي. د زيارت په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وفاقي وزير ووئيل چې كله مونږ په حكومت كښې وو نو هغه مهال په آرمي پبلك سكول بريد وشو٬مونږ د دې لپاره نېشنل ايكشن پلان جوړ كړو٬نن د معيشت بحالۍ لپاره د نېشنل ايكشن پلان جوړولو ضرورت دے۔ده ووئيل اپوزېشن په پنجاب كښې د سپيكر د چوكۍ او وفاق كښې د صدر د چوكۍ بې توقيري كوي٬د دې نه څرګندېږي چې هغوي په آئين او قانون باور نه لري ٬ ده ووئېل څوك چې آئين سره ټكر كېږي هغوي پخپله زرې زرې شي٬د آئين په شا 22 كروړه اولس او قامي ادارې ولاړې دي۔ده ووئيل ډكټيټرز هم آئين سره ټكر وهلے ؤ خو هغوي خپله تباه شو۔احسن اقبال ووئيل حكومت په زړه كاڼې اېښودلو سره د پاكستان ګټې له مشكل پريكړې كوي٬په پاكستان كښې چې كومه ګراني او غربت دے آئي اېم اېف له هم پوهېدل پكار دي چې د داسې ريفارمز څخه د پاكستان پشان معيشت باندې څه اثرات مرتب كېدې شي٬ ده ووئېل زمونږ نوو اقداماتو څخه به كرنسي او د سرمايه كارو اعتماد بحال شي۔ده ووئيل دا زمونږ ذمه واري ده چې كومې نړيوالو ادارو سره لوظ نامې شوي په هغې قائم پاتې شوو۔ده ووئيل كله چې مونږ په اپوزېشن كښې وو مونږ وئېلي وو چې عمران خان خپل قلم آئي ايم اېف سره اېښودے دے۔عمران خان هېواد تباه كولو نه پس بني ګاله ته لاړو٬عمران خان له په حكومت د ډزو په ځاے خپل ګريوان كښې كتل پكار دي۔ده ووئيل كله چې په انټرنېشنل ماركيټ كښې بيعې كمې شي نو په پاكستان ګښې به هم پیټرول ارزان شي۔ده ووئيل د پي ټي آئي تېرو وزيرانو ته معلومه ده چې هغه معيشت چرته پرېښودلے ۔ده ووئيل د تېر حكومت غېر ذمه واره پالېسو په سبب غېر معمولي چېلنجونو سره مخ يو۔ده ووئيل عمران خان نن په پاكستان كښې د انتشار خپرولو سياست كوي٬هغه د پاكستان په قامي ادارو بريدونه كوي٬د خپلو كاركنانو د لارې د پوځ په ضد په سوشل مېډيا كمپائن چلوي٬هغه په يو داسې كمپائن كښې شامل دے كوم چې دښمن د خپل دښمن تباه كولو لپاره كاروي
اپوزيشن دې په پوځ او حكومت د خپلو ناكامو ذمه وارۍ اچولو څخه د انتشار خپرولو په ځاے مثب رويه خپله كړي، د نېشنل چارټر آف اكانومي برخه دې جوړ شي. د منصوبه بندې وفاقي وزير احسن اقبال خبري كانفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری