لاهور۔05 جولائی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئېلي دي د پاكستان دښمن هند ناپاك عزائم به بې نقابه كوو٬پاكستان د لاهور چاودنې شواهد نړۍ ته وړاندې كړي٬د شاهد خاقان عباسي په خبرو څوك باور نه لري٬د خبريالانو تحفظ لپاره مو جرنلسټس پروټېكشن قانون راوړے ٬ ده دا خبرې د ګل په ورځ په لاهور كښې د سندس فاؤنډېشن دورې مهال مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔وزيرمملكت فرخ حبيب په سندس فاؤنډېشن روغتون كښې د تهيليسيمياﺀ د ماشومانو عيادت هم وكړو۔مېډيا سره په خبرو كښې فرخ حبيب ووئيل د استحقاق قانون پرائيوېټ ممبر راوړي او هغه قانون بېرته اخستلے كېږي۔د پنجاب اسمبلۍ سپيكر سره هم خبره شوې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د اسټېبلشمنټ خبرې هغه څوك كوي د كومو په خبرو چې څوك هم باور نه لري٬په تېر وخت كښې د كلبهوشن ياديو په نيولو خبري كنفرنس شوے ؤ ٬د اطلاعات وزير غلے ؤ ٬د آئي اېس پي آر ډي جي په خبرې كولې۔ده ووئيل د شواهدو په بنياد د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف او د پنجاب آئي جي د شبكې حقائق وړاندې كړي۔ده ووئيل دا زمونږ هېواد دے او د دې امن لپاره مونږ ته هڅې كول دي۔ ده ووئېل په هېواد بد نظر لرونكے هند به بې نقابه كوو
د پاكستان دښمن هند ناپاك عزائم به بې نقابه كوو٬پاكستان د لاهور چاودنې شواهد نړۍ ته وړاندې كړي۔د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب د سندس فاؤنډېشن دورې مهال مېډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : bolão quina