اسلام آباد ۔ 13 جون (اے پی پی) د وزیراعظم د پوليو لپاره فوکل پرسن سناتورې عائشه رضا فاروق وئيلي د پولیو خاتمه د پاکستان په قامی ترجیحاتو كښې شامل ده، په دې اړه وفاقی او صوبائی قیادت بشپړه همغږي لري، د وزیراعظم په مشرۍ كښې مونږ د دې رنځ بشپړه ختمولو له لوظي يو او تر اوسه ترلاسه شوې نتيجې د ډاډ وړ دي۔ دې دا خبرې د امریکې اټلانټا ښار كښې د پولیو نړيوال فورم ته په خپل خطاب کښې وكړې۔ عائشه رضا فاروق ووئيل كله چې 2014ء كښې وزیراعظم ما ته د پولیو فوکل پرسن ذمه واري وسپارله نو هېواد كښې د پوليو صورتحال خراب وو ، ??پل??و سيمو كښې د كمپائن كار روان پاتې كېدل ممكن نه وو، د پولیو رنځ هېواد كښې تندۍ سره خپرېدو او ګڼ ماشومان په دې رنځ اخته وو دغسې پھ امنيتي ډلو به بريدونه كيدل ، پ?? دغه سخت وخت كښې پرېكړو كولو ته اړتيا وه، مونږ د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې دغه چیلنج قبول کړو او نن نتيجې د ټولو په وړاندې دي۔ د?? ووئيل د پولیو کېسز شمېره كمېدو سره 2 پاتې شوې دغسې په چاپېرچل كښې د وائرس په موجودګۍ نظر ساتلې شوے۔ د پولیو ډلې د رسنې مسئله حل شوې۔ د?? ووئيل مونږ به تر هغه وخت په آرام نه كېښنو تر څو چې د پولیو بشپره خاتمه نه وي شوې۔ د?? ووئيل مونږ د نړيوالو ادارو او حکومتونو مننه كوو چا چې پاکستان كښې د پولیو پروګرام كښې تکنیکی او مالی معاونت كړې۔ نړيوال کنفرنس كښې د بل ګېټس فاؤنډېشن شریك چيئرمېن بل ګېټس او د كاناډا د نړيوال پرمختګ وزیر او د نورو ادارو اعلیٰ عهدېدارو ګډون وكړو
د پولیو خاتمه د پاکستان په قامی ترجیحاتو كښې شامل ده، په دې اړه وفاقی او صوبائی قیادت بشپړه همغږي لري۔د وزیراعظم فوکل پرسن عائشه رضا فاروق
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں