اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي)وفاقي كابينې د سپريم كورټ جج جسټس قاضي فائز عيسٰی په ضد د دائر نظرثاني شوو درخواستونو په معامله انكوائري كمېټي جوړه كړې٬ په دې مهال د د اي سي اېل 40 كيسونو٬ د برآمدي څانګې لپاره د ګاز او برېښنا بيعې ٬د حكومتونو ترمينځه كمرشل ټرانزېكشن ايكټ 2022 او د اېف آئي اے ډائرېكتر جنرل او د ترهه ګرۍ مخ نيوي قامي كوآرډينېټر تقررۍ منظوري وركړې شوې ۔د وفاقي كابينې غونډه د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د شورو په ورځ وشوه۔وزيراعظم د وفاقي كابينې غونډه په پارليمنټ هاؤس كښې خوشبينه وګرځوله۔په غونډه ګښې سندھ او بلوچستان كښې طوفاني بارانونو په نتيجه كښې د شوي زيان جاج واخستلے شو۔وزيراعظم شهباز شريف په سندھ كښې او په خاص توګه كراچۍ او حېدر آباد كښې د بارانونو په مهال د سندھ وزيراعلٰی د اړخه هڅې او پخپله د مرستې كاروائيو جاج اخستو لپاره د ځپليو سيمو دورې كولو اقدام وستائېلو۔وفاقي كابينې د پوليس سروس آف پاكستان افسر او د اېف آئي اے پخوانې ډي جي محمد طاهر رائے د ترهه ګرۍ مخ نيوي قامي كوآرډينېټر مقرر كړو۔دغسې وفاقي كابينې د پوليس سروس آف پاكستان ګرېډ 22 افسر محسن بټ د اېف آئي اے ډائرېكتر جنرل هم مقرر كړو۔وفاقي كابينې د قامي روغتيا وزارت په سفارش درآمد شوو د زړه والونو (كارډېك سټنټس)15 قسمونو د ريټيل بيعو د ايكسچېنج بيعه كښې د اضافې به تناسب سره د زياتوالي منظوري وركړه۔وفاقي كابينې د قانون او انصاف وزارت د اړخه لېږلې شوې سمرۍ د حكومتونو ترمينځه كمرشل ټرانزېكشن ايكټ 2022 منظوري هم وركړې۔غوندې ته ووئيل شول چې د دې قانون د لارې به د بهرنو سرمايه كارو باور زيات شي۔غونډې ته ووئيل شول په پاكستان كښې په وړومبي ځل كوم حكومت د حكومت سره د حكومت په كچه د لوظ نامو تحفظ لپاره ګامونه اغستي ۔وفاقي كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ په 15 جولائي د شوې غونډې د پريكړو توثيق هم كړے ۔په دغه پريكړو كښې د آزادۍ 75مې ورځې دستورو كولو لپاره د اطلاعات او خپرونو وزارت له د مالي كال 23-2022 لپاره د سپليمنټري ګرانټ منظوري شامله ده۔كابينې د آزادۍ ورځې په ښه ډول لمانځلو په حقله د اطلاعات او خپرونو وزارت هڅې وستائلې۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وزارت په سفارش كنفيوشيئس انسټي ټيوټ٬كراچۍ پوهنتون كښې د ترهه ګرۍ بريد ښكار كسانو لپاره د معاوضې پېكج٬برآمدي څانګې له د يكم اګست 2022 څخه 9 سينټ يو يونټ په حساب سره د برېښنا وركولو ٬برآمدي څانګې له د يكم اګست 2022 څخه 9 ډالره د يو يونټ په حساب سره آر اېل اېن جي وركولو او ايګزېكټ كنټرول لسټ په حقله د 40 كيسونو شاملولو او اخوا كولو منظوري وركړې ۔وفاقي كابينې په غونډه كښې د سپريم كورټ جج جستس قاضي فائز عيسٰی په ضد دائر شوي د نظرثاني شوې درخواستونو خارجولو په معامله هم غور كړے۔وفاقي كابينې اتفاق وكړو چې په دې حقله رېكارډ به په ډاګه كولې شي او د جانچ پړتال نه پس به دا نظرثاني شوي درخواستونه بېرته اغستلې شي۔
سندھ او بلوچستان كښې د طوفاني بارانونو په نتيجه كښې د شوو زيانونو جاج واخستلے شو٬د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه وشوه
مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ