پېښور ۔16 جون (اے پی پی) د مسلم ليګ (ن) مرکزی مشر دوهم صدر او پخواني اعلی وزير پير صابر شاه وئيلي چې وزیر اعظم محمد نواز شریف په خپله احتساب لپار?? جے آئي ټي ته وړاندې كېدو سره يو نوے تاريخ جوړ كړے كوم چې هېواد كښې مثال نه لري۔ ده ووئيل وزیر اعظم ب?? جے آئي ټي څخه كامياب بهر راوځي او مخالفينو ته به د ناكامۍ نه سوا بل هېڅ څيز په لاس ورنشي۔ ده ووئيل عمران خان يو اړخ ته د احتساب خبره كوي ولې هغه د نااهل كېدو د ويرې نه الېكش كمېشن ته د دوه كلونو نه د غېر ملكي فنډز حساب نه وركوي او الېکشن کمېشن څخه د تېښتې لاره نيسي۔ ده ووئيل سياسي مخالفين ددې نه وېرېږي چې كه د مسلم لیګ (ن ) حکومت خپل موده ترسره كړه او مېګا پراجېكټس ئې بشپړ كړل نو د كال 2018 په ټاكنو كښې مسلم لیګ (ن) ته ماتې كېدې نه شي۔ده ووئيل مسلم ليګ نون به د وزيراعظم په مشرۍ كښې راروانو ټاكنو كښې هم لوئے اكثريت سره كاميابي ترلاسه كړي۔ ده ووئيل د مسلم ليګ نون ايجنډا د امن او پرمختګ په ځائې كول او د كرپشن ختمول دي۔ ده ووئيل تر كال 2018 به هېواد څخه د توان ستونزه ختمه شي
وزیر اعظم نو از شریف جے آئي ټي ته وړاندې كېدو سره د آئين او قانون سرلوړي په ځائې ساتلې۔ پیرصابر شاہ
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ