اسلام آباد۔3فروری (اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير شوكت ترين وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د چين دوره به نه يوازې په سياسي توګه بلكې دا به د هېواد معاشي پرمختګ لپاره هم ډېره مهمه وي۔ چين په ګرده نړۍ كښې خپله انډسټري لګولو سره معارفي كوي مونږ به دوئي ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ هم ووايؤ۔ دا خبره هغه چين ته د روانېدو نه وړاندې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ د خزانې وزير ووئيل د آئی اېم اېف لخوا پاكستان لپاره 6 م قسط منظور كړې شوې دې كوم چې معيشت لپاره خوشبين دې۔ آئي اېم اېف د اوسني حكومت پالېسيو سره متفق دې٬ كه لويې څښتن ته منظور وي زمونږ كرنسۍ او معيشت كښې به استحكام رامخې ته شي۔ هغه ووئيل د خپلې دورې په مهال به وزيراعظم عمران خان د كركيلې ټرانسفرمېشن منصوبې په اړه هم خبره كوي۔ هغه ووئيل د كركيلې منصوبه زمونږ په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري او اوسنې حكومت د كركيلې پرمختګ لپاره بشپړه اقدامات كوي او هيله ده چې د روان كال په مهال به د بېلو فصلونو ريكارډ پېداوار رامخې ته شي۔
د وزيراعظم عمران خان د چين دوره به د هېواد معاشي پرمختګ لپاره ډېره مهمه وي٬ د خزانې وزير شوكت ترين
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار