اسلام آباد۔11ستمبر (اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي قائد اعظم د پاكستان په شكل كښې رياست جوړولو سره د نيمې اوچې مسلمانانو ته يو جلا شناخت وركړو٬ پاكستان به د قائد اعظم محمد علي جناح د ويژن له مخې يو فلاحي رياست ضروري جوړېږي۔ د خالي په ورځ د قائد اعظم تلين ورځې په مهال خپل پېغام كښې داخله وزير ووئيل د قائد اعظم محمد علی جناح په ډول عظيم لارښود په پېړو كښې پېدا كېږي۔ په پاكستان كښې نن مونږ آزادۍ سره ژوند كوؤ دا په مونږ د قائد اعظم ډېر لوئے احسان دے۔ هغه ووئيل قائد اعظم د پاكستان په شكل كښې رياست جوړولو سره د نيمې اوچې مسلمانانو ته يو جلا شناخت وركړو۔هغه ووئيل د پاكستان په ډول عظيم نعمت مونږ د قائد اعظم محمد علي جناح مننه كوؤ۔ هغه ووئيل كه لوئے څښتن ته منظور وي نو پاكستان به د قائداعظم د ويژن له مخې يو فلاحي رياست ضروري جوړ شي
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی