اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي) د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي چې پاكستان كښې د كسټمز عمل د نړيوال معيار له مخې جوړولو له اقدامات روان دي٬سيمه ايز تجارت كښې د آسانيو په اړه هم اقدامات كوو۔ده دا خبره د ورلډ كسټمز آرګنائزېشن عمومي سېكتر كونيو موما كوريا سره د نهې پھ ورځ ملاقات كښې كړې۔ د خزانې وزير ده ته ووئيل سيمه ايز او نړيوال تجارت كښې آسانيو په اړه مونږ اقدامات كوو٬په ملاقات كښې د پاكستان او ورلډ كسټمز آرګنازېشن ترمينځه اړيكو او رابطو ته د ودې وركولو لوظ نامې ته سلا راغله۔ د ورلډ كسټمز آرګنائزېشن عمومي سېكتر ووئيل چې د حكومت د اړخه د كسټم نظام ښھ كولو له اقدامات د ډاډ وړ دي۔ ده پاكستان كښې د كسټم او راهدارۍ عمل ښه كولو كښې د بشپړه مرستې باور وركړو۔ د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان او د خزانې وزارت نور چارواكي هم پھ دې موقع موجود وو۔
پاكستان كښې د كسټمز عمل د نړيوال معيار له مخې جوړولو له اقدامات روان دي
مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری