اسلام آباد۔27مئی (اے پی پی) د پاكستان او اندونيزيا ترمينځه د پالیسی پلاننګ ډائیلاګ درېم دور په بالي كښې وشو۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پاكستان پلاوي مشري اېډیشنل سېکترې (اېشیا پېسفک) ممتاز زهرہ بلوچ او د اندونيزيا لخوا د فارن پالېسي سټرېټجي ايجنسۍ مشرې ډاکټر یاان ګنډا حیات ملیانه وكړه۔ په انډونیشیا كښې د پاكستان سفير محمد حسن او پاكستان كښی د انډونيشيا سفير اېډم ملاورمن ټیوګیو هم په ډائيلاګ كښې ګډون كولو۔ دواړو خواوو د پاکستان او اندونيزيا د اړيكو په ټولو اړخونو او د مشترکه مفاداتو په سیمه ایزو او څو اړخیزو مسائلو خبرې اترې وکړې. دوئي په وروستيو کلونو کښې د دوه اړخيزو همکاريو په چټکتيا د اطمينان څرګندونه وكړه او سياسي، اقتصادي، دفاعي او امنيتي برخو كښې د همكارۍ لا زياتولو له يۍ د خپل عزم پخلې وكړو۔ دواړو خواوو په تېرو 72 کلونو کښې د پاکستان او اندونيزيا د اړیکو په پراختیا خبرې وکړې او د دې اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې په ټولو كچو د دوه اړخیزو تبادلو په زیاتولو موافقه وکړه.دوی د دواړو هېوادونو شريكو ګټو لپاره په ټولو اړخونو کښې د خلکو تر منځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړتیا هم موافقه وکړه. پاکستان او اندونیزیا چې دوه ستر اسلامي هیوادونه دي، په اسلامي ټولنو او او آی سي سره د اړوندو مسئلو په شمول په اسلامو فوبيا او د فلسطين ٬افغانستان او مقبوضه كشمير په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو مشرانو د جنوبي آسیا، آسیا پاسېفېک او له دې څخه بهر د سولې او امنیت په ګډون په نړیوال پرمختګ او سیمه ییزو مسئلو هم خبرې وکړې. دواړو خواوو د پرله پسې خبرو اترو په اهميت ټينګار وکړو او موافقه يې وکړه چې په دوه اړخيزو او څو اړخيزو کچو کښې د وړاندې نه د راروانو بېلابېلو ميکانيزمونو له لارې به د شريكې خوښې چارو له كار كولې شي
د پاكستان او اندونيزيا ترمينځه د پالیسی پلاننګ ډائیلاګ درېم دور، اړيكو كښې په رامخې ته شوي زياتوالي د اطمينان څرګندونه
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ