اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) سېنېټ د هېواد په بېلا بېلو س??مو كښې د موسم شدت او د امنيتي اندېښنو په سبب د فرورۍ په اتمه نيټه كېدونكې ټول ټانكې ځنډولو لپاره قر??رداد په يوه خله منظور كړے، په قر??رداد كښې په الېكشن كمېشن زور رواړلے شوے چې ھغه په سمدستي توګه د انتخابات په التواء عملدرامد وكړي او دا خبره باوري كړي چې په نظر ثانې شوې نيټه د ټول ټاكنو س??له ايزې تابيا لپاره ټول ضروري انتظامات وكړي ٬ الېكشن كمېشن څخه دا هيله هم لرلې شوې چې ھغه ټول شراكتدار٬ سياسي ګوندونه او د كميونټيز تحفظات لرې كولو ٬ خپلواكه او په انصاف اډانه انتخابات لپاره سازګار ماحول وركړي۔ د جمعې په ورځ د ايوان بالا په غونډه كښې سينيټر دلاور خان قر??رداد وړاندې كړو چې د پاكستان آئين د هېواد هر وګړي له د ووټ حق وركوي، خپلواكه او په انصاف آډانه انتخابات كولو لپاره د الېكشن كمېشن آئيني ذمه واري ده چې ټول اولس په اتنخابي عمل كښې شامل كړي۔ قر??رداد كښې ووئيل شول د موسمي حالاتو له مخې په يخو س??مو كښې ووټر ټرن آٶټ زيات نه وي٬ په بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې په جنورۍ او فرورۍ كښې موسم ډېر يخ وي٬ د بېلا بېلو ډلو او س??اسي ګوندونو غړو د انتخابي عمل په مهال په يخو س??مو كښې ټولټاكنو كښې د خلقو په ګډون د تشويش څرګندونه كړې ٬ دا ايوان په دې خبره تشويش لري چې په دې وروستيو پېښو چې پكښې د جمعيت علمائے اسلام (ف) په مشر مولانا فضل الرحمن او په پخواني اېم اېن اے محسن داوړ د بريد ناكامه هڅې شوي او د عوامي نېشنل پارټي مشر ايمل ولي خان ته په فون دړكې وركړے شوي او دغسې اېمل ولي خان او نورو س??اسي مشرانو د سياسي لارښودو په حفاظت د اندېښنو څرګندونه هم كړې ۔ قر??رداد كښې وئيلي شوي چې داخله وزارت هم د نوموړو س??استمدارو ژوند ته د خطرو په اړه هغوي خبر كړي چې له مخې ئې سياسي ګوندونو ته آزاد او پاك انتخابي كمپائن چلولو په اړه رامخئ ته چېلنجونه لا زيات شوي٬ قر??رداد كښې وئيلي شوي په خاص توګه شمالي لويديزه خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې په امنيتي ځواكونو او وګړو بريدونه زيات شوي٬ استخباراتي ادارو په دواړو صوبو كښې په انتخابي لاريونونو د عسكريت خوښو د بريدونو د خطرو وئېلي دي ۔ قر??رداد كښې وئيلي شوي چې په هېواد كښې د كرونا د بلې چپې بيا راپورته كېدو په سبب د صحت څانګې په اړه هم اندېښنې لرلې شي٬ دا ايوان د دې خبرې پخلے كوي چې سېنېټ د صوبو د حقونو محافظ په حېث د آئيني ضمانتونو باوري كولو او د كوچنيو صوبو په خاص توګه په جغرافيائي توګه د كمزورو س??مو د اندېښنو لرې كولو پابند دے۔ دغسې سېنېټ د دې عزم څرګندونه كوي چې جائز اندېښې لرې كو??و نه ??ېر انتخابي كمپائن له موقعې وركول او د سياست مدارو او د وګړو د تحفظ ضمانت نه ??ېر د ټاكنو تابيا به د وګړو د بنيادي حقونو د خلاف وزرۍ مترادف وي، د پاکستان د ټولو س??مو او س??اسي ګوندو تعلق لرونكو موثره ګډون باوري كولو لپاره د فرورۍ په اتمه نيټه كال 2024 د كېدونكو ټاكنو شېډول ځنډېدے شي چې مقصد ېې په انتخابي عمل كښې د خلقو ګډون لپاره د دوي د آئيني حق تحفظ برقرار ساتل دي٬ قر??رداد كښې په الېكش كمېشن زور رواړلے شوے چې ھغه په سمدستي توګه په انتخابي التواء عملدرامد وكړي او دا خبره باوري كړي چې په نظر ثانې شوې نيټه د انتخاباتو په امناكه ډول كولو لپاره ټول ضروري انتظامات وكړي٬ الېكشن كمېشن څخه دا هيله هم لرلې شوې چې ھغه ټول شراكتدار٬ سياسي ګوندونه او د كميونټيز تحفظات لرې كولو او آزاد او په انصاف اډانه انتخابات لپاره سازګار ماحول راجوړ كړي۔ قر??رداد كښې وئيلې شوي سېنېټ د انتخابي عمل سپېځلتيا باوري كولو له په نظرثاني كېدونكې شيډول په موثره ډول عملدرآمد كولو لپاره د الېكشن كمېشن په صلاحيت د اعتماد څرګندونه كوي۔ دغسې چې د سېنېټ چيئرمېن د پارلماني چارو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي څخه په قر??رداد رائے واخسته نو ھغه د قر??رداد مخالفت وكړو٬ د دې نه وروستو د سېنېټ چيئرمېن قر??رداد منظورۍ له ايوان ته وړاندې كړو او ايوان په يوه خله د قر??رداد منظوري وركړه
سېنېټ د ټولټاكنو خنډولو قرارداد منظور كړو
Want Want Want Want Official Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : نتیجہ یہ ہے کہ