اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز سره د نهې په ورځ افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر خاص استازي ټاډا مېشي ياما موټو ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د ملاقات په مهال د افغانستان په صورتحال او هلته سولې او ثبات لپاره د هڅو زياتولو د ضرورت په اړه په چارو خبرې وشوې۔ د ملګرو ملتونو خاص استازي د خارجه چارو سلاكار په افغانستان كښې سولې او ثبات لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر د وژن او كردار نه خبر كړو۔ د خارجه چارو سلاكار د افغان شخړې حل لپاره د سياسي مذاكراتو د لارې د ستونزې د حل په اهميت زور راوړو۔ د دواړو خوا د سولې عمل لپاره د افغان دولت او اولس په مشرې كښې د روغې جوړې او د پرله پسې د هڅو په ضرورت اتفاق وكړے شو
مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت