اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) د سرکاري سکیم له مخې د حج درخواستونو د جمع كولو عمل د ګل ورځې څخه پېل شوې دې چې له مخې ئې درخواست كوٶنكي خپل فارمونه د اپرېل تر 26مې نيټې جمع كولې شي او په 28م اپرېل به قرعه اندازي كېږي۔ د مذهبي چارو وزارت ذريعو له مخې درخواستونه په حبيب بانك٬ يونائيټ٬ بانك٬ نېشنل بانك ٬ مسلم كمرشل بانك ٬ الائيډ بانك٬ زرعي ترقياتي بانك ٬ بانك آف پنجاب٬ بنك الفلاح٬ ميزان بانك او د حبيب مېټرو بانك په ټولو څانګو كښې جمع كېدې شي۔ کامیاب درخواست كوٶنكي به د چيټو او اېس اېم اېس د لارې خبرولې شي او دغسې د عازمين حج اعلان لپاره به د قرعه اندازۍ نتيجې د مذهبي چارو وزارت په وېب پاڼو www.mora.gov.pk او www.hajjinfo.org هم جاري كولې شي
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس