اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د پېټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د توان په څانګه كښې د ګاز اهميت په تندې سره زياتېږي٬ اوسنې پېړې د تېلو نه بلكې د ګاز ده٬ د پاكستان سباؤن هم ګاز سره تړلې دے٬ په نړۍ كښې بجلي ګهرې ګاز ته منتقل كولې شي۔ وفاقي وزير دا خبرې تېره ورځ د اېف پي سي سي آئي صدر عبدالروف عالم سره د يو ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔ ده ووئيل چې د توان د بحران ارزان حل د ګاز استعمال زياتولو سره تړون لري۔ د اېران يا تركمانستان نه په سمدستي توګه د ګاز راوستل ممكن نه دي۔ ده ووئيل چې په هېواد كښې د ګاز پېداوار د تېرو پنځلس كلونو نه جامد دے٬ ځكه اېل اېن جي درآمد كولې شي چې دغسې د توان بحران ختم كړے شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې كوېت تېل پېدا كوونكې لوي هېواد دے خو هلته د تېلو نه يو واټ برېښنا هم نه جوړېږي بلكې د قطر نه اېل اېن جي راوړي او برېښنا جوړوي۔ پھ پاكستان كښې د تېلو نه اته زره مېګاواټه برېښنا جوړولې شي۔
د پېټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي د اېف پي سي سي آئي صدر عبدالروف عالم سره په ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم