اسلام آباد۔11مئی(اے پی پی) د وزیراعظم د مذهبي همغږۍ او منځني ختيز استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفی وئيلي دي د پاکستان او سعودی عربستان اړيكې د دوه قومونو دي۔ سعودي عربستان د كشمير په اړه د پاكستان د دريځ تائيد او ملاتړ كوي۔ د وزیراعظم عمران خان د سعودي دروه كاميابه پاتې شوې۔ اولس به ډېر زر د دې مثبت اثرات وويني۔ د وزیراعظم د سعودي عربستان دورې په مهال سپریم کوآرډینیشن کونسل جوړ كړې شو۔ لوظنامې لاس ليك كړې شوې۔ پاکستان علماء کونسل به په 14 مئی ګرد هېواد كښې د جمعې په خطبو كښې د فلسطيني او كشميري اولس ملاتړ كوي۔ د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې حافظ محمد طاهر اشرفي ووئيل وزیراعظم عمران خان د خپلې سعودي عربستان دورې په مهال ولي عهد شهزاد محمد بن سلمان ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه۔ د مسجد اقصی په اړه حافظ محمد طاهر اشرفي ووئيل دا پرون هم زمونږ و٬ نن هم زمونږ دے او كه لوئے څښتن ته منظور وي سبا هم زمونږ وي۔ هغه ووئيل پاکستان علماء کونسل به په 14 مئی ګرد هېواد كښې د جمعې په خطبو كښې د فلسطيني او كشميري اولس ملاتړ كوي
د پاكستان او سعودي عربستان اړيكې د دوه قومونو اړيكې دي۔ طاهر محمود اشرفي
مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا