اسلام آباد۔28مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال وئېلي دي په سرکاري او شخصی توګه به په ګډه د صحت څانګې بهترۍ لپاره تګلاره جوړول وي ځكه چې د صحت په څانګه كښې د يو لوئي چیلنج سره مخ يو ، د صحت په اړه نوې ادارې جوړول ،د هر وګړي د صحت غوره اسانيو ته رسنه د وخت مهم ضرورت دے ، ده په دې خبرې زور راوړو چې بغیر د كوم سیاسي اختلافات نه د صح?? سهولتونه هر ښار ٬ هرې ضلعې ته رسولو ته حکومت پام لرنه كوي ٬ دغسې د ټیکنالوجۍ جدید دور هم د صحت په څانګه كښې انقلاب راوستے دے ۔ د دې خیالاتو اظهار ده پاکستان میډیکل اینډ ډینټل کونسل کښې يوې دستورې ته وكړو ۔ده ووئېل پاکستان میډیکل اور ډ??نټل کونسل ته د نړيوال فیډریشن فار میډیکل ایجوکیشن د اړخه وركړے شناخت زمونږ لپاره وياړ دے او د پي ایم ډي سي پرله پسې ھڅې ، محنت د دې خبرې ثبوت دے چې پاکستان كښې طبي تعلیم او د صحت څانګې سباون روښانه دے ٬ ده ووئېل زمونږ په كلي والو سيمو كښې د صح?? سهولیات يو??ځې 30 فیصد پورې وركړې كېږي چرته جې د آبادۍ تناسب 65 فیصد دے او مونږ د پوهانو د كمي سره هم مخ يو ، ده ووئېل پاکستان كښې د زړه ، شوګر او سټروک غونډې ناروغتياګانې ورځ په ورځ زياتېږي ۔
د ټیکنالوجۍ جدید دور د صحت په څانګه كښې انقلاب راوستے ، د وفاقي وزیر احسن اقبال د پاکستان میډیکل اینډ ډینټل کونسل دستورې ته خطاب
Thailand River Wonders Entertainment Official Entrance
مضمون کا ماخذ : loteria Ceará