اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د چين دورې په مهال د نتيجې وړ بزنس ټو بزنس ملاقاتونو په اړه د كوټلې پل??ن ترتیب كولو او چين انډسټری له په پاكستان كښې د صنعتونو لګولو ترغیب په اړه د تګلاري جوړول?? سپارښتنه كولو سره وئيلي چې حكومت به د چین صنعت كارو او سرمایه كارو له هر ممكن آسانۍ وركوي۔د جمعې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه د جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څركندونه ده په خپله مشرۍ كښې د وزیراعظم د چين دورې تيارو په اړه سهار 7 بجې د جاج اخستلو غونډه كښې وكړه۔ په غونډه كښې نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ، د تجارت وفاقی وزیر جام كمال خان ،د اقتصادی چارو وفاقی وزیر احد خان چیمه ، د صنعت او پیداوار وفاقی وزیر رانا تنویر حسین ، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر عطاء تارړ ،د د پټرولیم وفاقی وزیر مصدق ملك ،د نجكارۍ وفاقی وزیر عبد العلیم خان ، وزیر مملكت شزا فاطمه ، د وزیراعظم معاون خصوصی طارق فاطمی ، د وزیراعظم كوآرډینیټر رانا احسان افضل ، د پل??ننګ كمېشن ډپټی چیئرمېن جهانزیب خان او اعلیٰ سركاری افسرانو ګډون وكړو،د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر احسن اقبال او چین كښې تعینات د پاكستان سفیر په غونډه كښې د وډیو لنك د لارې ګډون وكړو۔په غونډه كښې وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د دورې په مهال دې د دواړو هېوادونو ترمينځه د نتيجې وړ بزنس ټو بزنس ملاقاتونو په اړه كوټلې پل??ن ترتیب كړې شي، د چین انډسټری له دې په پاكستان كښې د صنعتونو لګولو ترغيب وركولو په اړه تګلاره جوړه كړې شي۔ وزیراعظم ووئيل حكومت به د چین صنعت كارو او سرمایه كارو له ټولې ممكنه آسانۍ وركوي۔ وزیراعظم په چین كښې تعینات د پاكستان سفیر ته د پاكستانی كاروباری پل??وي په چين كښې د هر ممكنه آسانيو وركول?? سپارښتنه وكړه۔په غونډه كښې د وزیراعظم د چين دورې په اړه د تيارو په حقله تف??یلی بریفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم ته ووئيل شول چې د پاكستان څخه به د صنعت كارو ،سرمایه كارو او كاروباری كسانو يو پل??وې هم د وزیراعظم سره د چین شینزن ښار ته ځي۔دغه پل??وې به د چین كاروباری ورورولۍ سره ملاقاتونه كوي او د پاك چین په بزنس ټو بزنس اړيكو به خبرې اترې كوي
د وزیراعظم د چين دورې په مهال د نتیجې وړ بزنس ټو بزنس ملاقاتونو په اړه د كوټلې پلان ترتیب كولو سپارښتنه
HB Electronic Honest Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی