اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د فچ لخوا د پاکستان په کريډټ ريټنګ كښې ښه والے او د سټېټ بېنك لخوا د سود شرح كښې كمے قامي معيشت پلو مهم پ??شرفت دے، د پاکستان ريټنګ ??پ ګريډ كولو څخه د اوپن معيشت استحکام په تل پاتي بنيادونو روانولو لپاره د حكومت د هلو ځلو او عزم عكاسي او تائيد كېږي۔ د ګل په ورځ خپلو خاص خبرو كښې د خزانې وزير ووئيل نن دوه مهم پ??شرفت شوي٬ د تېر مالي كال اختتام د اوپن معيشت استحكام په اړه په ښه ډول شوے ، مالي او د حسابات جاريه کھاتو توازن په دواړو محاذانو زمونږ كاركردګي ښه ده، چې په سبب ئې كرنسي مستحكمه شوه او د زرمبادله پانګې زياتې٬ افراط زر د 38 فيصد څخه په كمېدو 12.5 فيصد كچې ته راغلو ۔ ده ووئيل آئي اېم اېف او نړيوال بېنك د پشرلي غونډو په مهال د ريټنګ ايجنسو سره زمونږ خبرې پېل شوې وې او د دغې نه وروستو هغوي سره زمونږ رابطه وه، په تېره اونۍ كښې زمونږ د رېتنګ دريو واړو اېجنسيو عهدېدارو سره ملا??ات??نه وشول ، فچ سره زمونږ تفصيلي خبرې وشوي او د دې په نتيجه كښې فچ د پاکستان ريټنګ ??پ ګريډ كړو۔ ده ووئيل د بهرني فنانسنګ په حواله آئي اېم اېف سره لوظنامې مهم كردار لوبولے۔ ده ووئيل د پاکستان اقتصادي اشاريې مثبت او په سم اړخ دي٬ په ريټنګ كښې بهتري تر نړيوالو منډيانو رسنې لپاره يوه لاره ده٬ په برآمدات اډانه نمو او بهرنۍ سرمايه ك??رۍ لپاره هم ريټنګ كښې بهتري ضروري ده۔ ده ووئيل پاکستان به ??انډا او يورو پانډا جاري كوي٬ مونږ هيله لرو چې د رېټنګ نورې اېجنسۍ به ??م د پاكستان رېټنګ ??پ ګرېډ كړي۔ ده ووئيل په پاليسي ريټ كښې كمے راغلے او دا صنعت لپاره ښه خبر دے۔ده ووئېل په افراط زر كښې كمي سره سره به ??ه روان مالي كال كښې په پاليسي رېټ كښې نور كمے راشي۔
د فچ لخوا د پاکستان کريډټ ريټنګ كښې ښه والے او د سټېټ بېنك لخوا د سود شرح كښې كمے قامي معيشت پلو مهم پېشرفت دے۔ د سينيټر محمد اورنګزيب خاص خبرې
सीएमडी खेल आधिकारिक मनोरंजन मंच
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر