اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی)پاکستان د غزې په ختیځ کښې په التابعين سكول د اسرائیلي برید په کلکه غندنه كړې ده د كوم په ترڅ کښې چې تر سلو زیات وګړي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل ش??ي چې د بې كوره كړې شويو وګړو نه ډک سکول باندې بريد په خاص توګه چې هغوي د سهر لمونځ ادا كولو ٬ يو دړدېدلې ٬ غېر انساني او بزدلانه فعل دے۔ د عامو وګړو آبادۍ او تنصيبات په نخښه كول د نړيوالو بشري قوانينو سخته خلاف ورزي او دا د جنګي جرمونو په زمره كښې راځي۔ ویاندې ټینګار وکړو چې اسراییل باید په غزه کښې د دې جنګي جنایتونو او ??سل وژنې حساب وركوؤنكے وګرځولے شي۔ وياندې ووئيل م??نږ نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو او د اسرائيل م??اتړ كوؤنكو څخه غوښتنه كوؤ چې هغوي په غزه کښې د ??سل وژنې خاتمې او د غزه اولس تحفظ لپاره فوري ??ام??نه پورته كړي۔
د پاكستان د غزه په التابعين سكول د اسرائيلي بريد غندنه
Lucky Pig Trust Betting APP
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے