اسلام آباد۔5 ستمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن وئيلي دي د حامله مېرمنو او رنځورانو حج له په تللو د بندېز پرېك??ه د سعودي حكومت ده ٬ په دې معامله كښې مونږ په هغوي زور راوړلے نه شوو٬ په مكه او مدينه منوره كښې پاكستان هاؤسز جوړولو له سعودي حكومت سره خبره شوې ده٬ هيله ده ??ې په دې به كار ډېر زر پېل شي۔ د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د حج خرڅونو په ا??ه د نګهت شكيل د پوښت??ې په ځواب كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئيل د تېر كال په مقابل كښې د روان كال په مهال يو لك روپۍ كمې اغستې شوي ۔ اوس هم حساب لګولې شي كه ممكن وي حاجيانو ته به نورې پېسې هم بېرته وركولې شي۔ ده ووئيل د روان كال په مهال 600 معاونین د اېن ټي اېس د لارې غوره كړې شوې وو۔ دا ځل حج ټكټ د تېر كال په مقابل كښې 100 ډالره كم ؤ۔ د طاهره اورنګزېب د ضمني پوښت??ې په ځواب كښې چوهدري سالك حسېن ووئيل د حامله مېرمنو حج له په تللو د بندېز پرېك??ه د سعودي حكومت ده۔ مونږ په دې معامله كښې په هغوي زور راوړلې نه شوو۔ تېر كال د حج په موقع ځينې كسان مړه شوي وو ولې ??ې په كېنسر او نورو رنځونو اخته كسان حج له تللې وو۔ د شګفته جمالي د ضمني پوښت??ې په ځواب كښې چوهدري سالک ووئيل د 50 فیصد معاونینو په ټاكنه سعودي عربستان سره په ځايي كچه د انتظام په كولو غور كوو۔ په مكه او مدينه منوره كښې د پاكستان هاؤسز جوړولو ??پا??ه د سعودي عربستان د حج وزير سره خبره شوې ده ٬ هيله ده ??ې په دې به ډېر زر كار پېل شي
د حامله ميرمنو او رنځورانو حج له په تللو د بنديز پريكړه د سعودي حكومت ده: چوهدري سالك حسين
Three Monkeys Honest Betting Website
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا