اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي د ترهګرۍ خاتمې لپاره علما کرامو او د نورو مذهبونو مشرانو سره مشاورت پېل كړے شوے، زه او د مذهبي چارو وفاقي وزير به دا قامي مشن مخ په وړاندې بيايو٬ د هر څه نه وړاندې مونږ ټول پاكستانيان يو او د ټولو نه وړاندې پاكستان دے، مونږ چې كوم اور ته څوك نزدې كوي د هغې نه ځان ساتل دي، علما کرام او د نورو لارښودو په مرسته مونږ د دې اور نه وتلے شو۔ دا خبرې د مرکزي رؤيت هلال کمېټي چيئرمېن مول??نا عبد الخبير آزاد په مشرۍ كښې د هر مكتبه فكر علما کرامو او د نورو مذهبي مشرانو سره په ملاقات كښې وكړې۔ په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالک حسېن هم موجود و۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د ترهګرۍ خاتمې لپاره به مونږ له د قام په حېث راغونډېدل وي، د اسلام او دين نامه استعمالولو سره د خلقو غلولو سره په ترهګرۍ كښې د ملوث عناصرو لاره به نيول وي،د رياست په ضد وسلې ته لاس كونكے كس يا تنظيم ترهګر دے٬ زمونږ دين او آئين په واضح توګه وائي چې د رياست په ضد وسله پورته كوٶنكي ترهګر دي۔ ده ووئېل اسلام چا له په كوم ډول د قتل او نه زمونږ د هېواد قانون اجازه وركوي٬ مونږ له د هېواد په خاطر د ترهګرۍ لعنت په ضد يو كېدل دي٬ مونږ چې كله د يووالي او اتحاد پېغام وركوٶ نو اثر به يي ډېر زيات وي او مضبوط پېغام به وركړے شي۔ محسن نقوي ووئيل د شپږم ستمبر په حواله نن هم دغه كسانو ته موقع وركوٶ د رياست په وړاندې دې وسله وغورځوي٬ نن هم وائيو چې رياست اومنۍ٬ آئين او قانون اومنۍ٬ نن هم دوي سره موقعه ده٬ مونږ به هرې صوبې ته ځو٬ وزيراعلٰې ٬ علمائے كرامو سره به ملاوېږو٬ هم دا پېغام به صوبائي سرښارونو څخه وركوٶ، ده ووئېل صدر مملکت او وزيراعظم سره په ملاقاتونو كښې به هم دا پېغام وركوٶ۔ ده ووئيل صدر مملکت او وزيراعظم هم دې مقصد لپاره شپه او ورځ كار كوي٬ مونږ له د اسلام د نامې غلط استعمال بندول دي، د دين حقيقي لارښود علما کرام او مشائخ عظام دي ھغه څوك نه چې كوم د رياست په ضد ټوپك په لاس ګرځي٬ نن مونږ قام ته دا پېغام وركوٶ چې مونږ د ترهګرو په ضد يو موټے يو، داخله وزارت او د مذهبي چارو وزارت به په دې لړ كښې هر ډول ممكن مرسته كوي او د ترهګرو په اړه به ستاسو په تجويزونو عمل هم كولې شي۔ ده ووئيل په خاص توګه د مول??نا عبد الخبير آزاد مننه كوٶ چا چې تاسو ټول دلته راجمع كړې،د ترهګرۍ په ضد متفقه پېغام انتهائي ضروري دے۔ په ملاقات كښې مول??نا ضياء الرحمن امام فېصل مسجد، مول??نا محمد طيب قر??شي چيف خطيب خېبرپښتونخوا،علامه مختيار احمد نديم چيف خطيب پنجاب،علامه شبير حسن سيکرټري جنرل شيعه علما کونسل پاکستان،علامه عارف حسېن واحد??،م??تي ګلزار احمد نعيمي، مول??نا تنوير احمد علوي، مول??نا سردار محمد لغاري، مفتي فرحان نعيم، مول??نا عبدالظاهر فاروقي، مول??نا عبدالعزيز، مول??نا هارون الرشيد بالاکوټي، علامه سجاد حسېن نقوي، علامه مصطفي حېدر نقوي، مول??نا حسېن علي، مفتي يوسف کشميري، مول??نا مقصود احمد توحيدي، مول??نا عابد اسرار، قاري بلال ګولړوي، سردار رنجيت سنګھ ګياني، مول??نا اکرام الٰهي ظهير، مول??نا عبدالسلام جلالي، مفتي ابوبکر صديق، علامه سعيد احمد اعوان، مول??نا ملک امجد اعوان، ډاکټر ارشاد احمد خان، صاحبزاده عتيق الله مظهر، بشپ ډاکټر جوزف ارشد، پير ممتاز احمد ضياء نظامي، مول??نا محمد اقبال نعيمي، علامه محمد رشيد ترابي، فهد جميل، پروفيسر ظفرالله جان او نور مشرانو ګډون وكړو او د دې نه علاوه وفاقي سيکرټري داخله ، چيف کمشنر اسلام آباد، آئي جي پوليس اسلام آباد، ډپټي کمشنر اسلام آباد او اړوند چارواكي هم موجود وٶ۔
د ترهګرۍ خاتمې لپاره علما کرامو او د نورو مذهبونو مشرانو سره مشاورت پېل كړے شوے، د هر څه نه وړاندې مونږ ټول پاكستانيان يو او د ټولو نه وړاندې پاكستان دے۔ داخله وزير محسن نقوي
गेम चिकन आधिकारिक मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ