اسلام آباد۔22 اکتوبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په پاکس??ان نرسنګ کونسل اېکټ 1973 كښې بدلونونه كولو له پاکس??ان نرسنګ کونسل (ترمیمی) بل 2024 اړوندې قائمه کمې??ۍ ته لېږلے دے۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه د سردار اياز صادق په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د پاكس??ان پيپلز پارټي غړي سيد رفيع لخوا په پاکس??ان نرسنګ کونسل اېکټ 1973 كښې لا بدلونونو لپاره د پاکس??ان نرسنګ کونسل (ترمیمی) بل 2024 د وړاندې كولو تحريك وړاندے كړو د كوم چې ايوان منظوري وركړه۔ د تحريك منظورۍ څخه وروستو ده بل ايوان ته وړاندې كړو۔ د قامي اسمبلۍ غړي سيد رفيع د بل په خصوصيات رڼا اچولو سره ووئيل مونږ غواړؤ چې دا اداره دې لا ښه او فعاله كړې شي۔ دا اداره كوم مقصد لپاره چې جوړه كړې شوې وه او اوس د دې ??ه صورتحال دے٬ دې پلو بايد پام وګرځولې شي۔ زه غواړم دا بل د قامي اسمبلۍ د روغتيا قائمه كمې??ۍ ته ولېږلې شي دغسې چې د روغتيا وزارت او د اړوند سټېك هولډرز رائے او مشاورت د لارې دا بل لا ښه كړے شي۔ په دې سپيكر سردار اياز صادق بل اړوندې قائمه كمې??ۍ ته ولېږلو
پاکستان نرسنګ کونسل (ترمیمی) بل 2024 لا بدلون له قائمه كمېټۍ ته ولېږلے شو
जेम इलेक्ट्रॉनिक्स क्रेडिट सट्टेबाजी ऐप
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات