ملګري ملتونه ۔19دسمبر(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مندوب منېر اكرم په اسلاموفوبيا د او آئي سي د مستقل استازو د كور ګروپ مشري كولو سره د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونیو ګوترېش سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د اسلامو فوبیا په ض?? د ??لګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په قر??رداد د عملدرآمد جاج واغستے شو۔ په قر??رداد كښې د نړۍ په بېلو برخو كښې د زيات شوې مسلم مخالف جذباتو د مخنيوي غوښته شوې ده۔ د پرېس ریلیز له مخې دا ملاقات پ?? نيويارك كښې د ملګرو ملتونو په هېډكوارټر كښې وشو كوم چې په قر??رداد 78/264 د عملدرآمد په لړ كښې يو فالواپ ملاقات ؤ۔ دا قر??رداد په 15 مارچ منظور كړے شوے ؤ۔ په دې كښې 193 كسيزه عمومي اسمبلۍ غړو هېوادونو څخه غوښتنه كړې چې هغوي دې مذهبی عدم برداشت، منفی دقیانوسی تصورات، د مسلمانانو په ضد كركه او تشدد ختمولو له قانون سازي او د پالېسي اقدامات په شمول ??ول ضروري ګامونه پورته كړي۔ په دې موقعه عمومي سېكرټري ته خواست وكړے شو چې هغه دې په دې رجحان قابو موندلو له خصوصي استازے غوره كړي۔ دوئي په نړيواله كچه د اسلاموفوبيا مخنيوي لپاره د يو ټولشموله اېكش پلان تجويزونه هم وړاندې كړل۔
په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان د مستقل مندوب منير اكرم په مشرۍ كښې د او آئي سي سفيرانو عمومي سيكرټري سره ملاقات ٬ د اسلاموفوبيا مخنيوي لپاره د خصوصي استازي ټاكلو غوښتنه
Esme Electronics Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم