اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د انساني وقار او مساوات غېر معمولي وکيل او عظيم نړيوال لارښود نېلس?? منډېلا ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلې دي نېلس?? منډېلا د آزادۍ، امن ??و د سماجي انصاف ترلاسه كولو لپاره د جرات، خواخوږۍ او عزم مثال دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د سوئيلي افريقې لارښود نېلس?? منډېلا نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې كړې ۔ ده ووئيل نېلس?? منډيلا يو اصولي لارښود ٶ او د آزادۍ لپاره د خپل ځان قربانۍ وركولو ته هم چمتو ٶ، د ډېرو ستونزو باوجود هغه د ډېر همت او لچك په مظاهره كولو ثابت كړې چې مونږ ټول د نسل پرستۍ٬ امتيازي سلوك او د عدم مساوات په ضد د جنګ صلاحيت لرو۔ صدر مملكت ووئيل نېلس?? منډېلا خپل هېواد كښې د نسلي امتياز نظام په ضد جنګ كښې 27 ك??له زندان تېر خوړلے ، د سوئيلي آسياء صدر په حېث ھغه په بخښلو او تفاهم زور رواړے، د قامي صلحې پېروي ئې كړې او د لوي اكثريت لرلو باوجود ئې سوئيلي افريقه كښې د سپين پوستې ودانۍ په ضد عدم امتياز باوري كړے۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل راځۍ چې مونږ هم د نېلس?? منډېلا د مثال او وژن نه سبق واخلو ٬ د كركې په ضد غږ پورته كړو او د بشري حقونو ملاتړ وكړو دغسې چې نړۍ زياته انصاف پسنده ، همدرد، خوشح??له او پائيداره كړې شوو ۔ صدر ووئيل نن مونږ خپل هېواد او اولس واكمنه جوړولو لپاره د جمهوري اصولو قائمولو د عزم پخلے كوٶ۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل مونږ د روادارۍ، جامع او جمهوري فيصله سازۍ، د رائے د اظهار آزادۍ له د عزم هم پخلے كوٶ، نن مونږ د قانون په وړاندې برابرۍ او سماجي انصاف لپاره د خپل لوظ تجديد هم كوٶ
نېلسن منډېلا د آزادۍ، امن او د سماجي انصاف لپاره د جرات، خواخوږۍ او عزم مثال دے، د صدر ډاکټر عارف علوي د سوئيلي افريقې لارښود نړيوالې ورځ په موقع پېغام
Monopoly download entrance
مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز