اسلام آباد۔28دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكترې شاهېره شاهد وئيلي دي چې ميډيا هېواد ته په پېښو ننګونو كښې موثره او فعاله كردار ترسره كړے دے۔ د پاكستان انفارم??شن سېنټر جوړولو مقصد په ګرد ه??واد كښې خبريالانو ته عصري پېشه وره تربيه وركول دي۔ نوموړې د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت او د پرېس انفارم??شن ډيپارټمنټ (پي آئي ډي) خصوصي اقدام ٬ پاكستان انفارم??شن سېنټرز تر اهتمام لاندې په انفارم??شن سروسز اكېډمي كښې “د خبرونو صداقت او د رياست ??خالفې پروپېګنډې مخنيوي” په سرخط د دوه ورځني تربيتي وركشاپ پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دې زياته كړه چې په بېلا بېلو ښارونو کښې پرنټ ٬ الېكترانك او سوشل ميډيا سره تړون لرونكو خبريالاتو ته په صحافت كښې عصري رجحاناتو او پېښو ننګونو سره په اړوندو موضوعاتو تربيه وركولې شي۔ د پاكستان انفارم??شن سېنټر جوړولو مقصد په ګرد ه??واد كښې خبريالانو ته عصري پېشه وره تربيه وركول دي۔ دې ووئيل د دې وركشاپ مقصد د ميډيا استازي د رياست ګټو او دريځ په اړه خبرول دي ولې چې په روان وخت كښې صداقت او جعلي خبرونه يو لويې چېلنج دے۔ دې وويل، ميډيا د دولت څلورمه ستنه ده او هېواد ته د پېښو ننګونو په اړه د پوهاوي په رامنځته کولو کښې مهم رول لري۔ د اطلاعاتو سېكترې وويل چې د اسلام آباد پشمول د ټول هېواد په 7 مركزونو كښې پاكستان انفارم??شن سنټرز كښې خبريالانو لپاره تربيتي وركشاپونه كېږي۔ دې نه وړاندې د پاكستان انفارم??شن سېنټرز ډائرېكټر محمد صغير احمد په خپله وېنا كښې د پاكستان انفارم??شن سېنټرز تر اهتمام لاندې د روانو وركشاپس او پي آئي ډي كاركردګۍ په اړه ووئيل۔ ده ووئيل تېر كال د پاكستان انفارم??شن سېنټر لخوا په بېلو سرخطونو په ګرد ه??واد كښې 16 تربيتي وركشاپس شوي وو په كومو كښې چې 700 نه زياتو خبريالانو ته تربيه وركړې شوې وه۔ ده ووئيل د پاكستان انفارم??شن سېنټر لخوا روانه مياشت په 7 ښارونو كښې په مهمو سرخطونو د تربيې وركشاپس كولې شي۔
ميډيا هېواد ته د پېښو ننګونو په اړه فعال رول لوبولې دې٬ شاهيره شاهد
Guardian of Ice and Fire APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ