اسلام آ??اد 11 مئي (اے پي پي) د ايتهوپيا خارجه وزير مملكت مسګانو آريګا وئېلي دي ايتهوپيا پاكستان سره كاروباري اړيكو ته ودې ته ډېر اهميت وركوي۔د دې خيالاتو څرګندونه هغې د اسلام آ??اد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري لخوا د پاكستان ايتهوپيا بزنس فورم ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔د ايتهوپيا انووېشن اينډ ټېكنالوجي وزير مملكت فوزيه امين او نور مشران هم په دې موقع موجود وو۔په خپلې وېنا كښې مسګانو آريګا وو??يل ايتهوپيا پاكستان سره كاروباري اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔هغې وو??يل ايتهوپيا افريقائي هېوادونو كښې په تندۍ سره پرمختګ كونكے معيشت دے او د پرمختګ لس كلنه پلان لري ۔هغې په دې خبره زور راوړو چې پاكستاني سرمايه كار دې په ايتهوپيا كښې سرمايه كارۍ ته پام لرنه وكړي ځكه چې زمونږ هېواد غېر ملكي سرمايه كارو ته زړه راښكونكې موقعې وركوي۔هغې وو??يل د ايتهوپيا ايئر لائن پاكستان سره نيغ په نيغه پروازونه پېل كړي ??وم چې به چې د دواړو هېوادونو ترمينځه كاروباري او اولسي اړيكې لا ښې كړي۔هغې وو??يل د ايتهوپيا پلاوي پاكستان تجارتي او پېداواري هلو ځلو لپاره يو ښه هېواد ګرځولے او په ښه مېلمستياﺀ كولو د پاكستان حكومت او چيمبر مننه كوو۔د اسلام آ??اد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري صدر احسن ظفر بختاوري په خپله د هر كلي وېنا كښې وو??يل د پاكستان او ايتهوپيا ترمينځه دوه اړخيزه تجارت 10 كروړه ډالر څخه هم كم دے د كوم ښه والي لپاره چې پراخه ګنجائش موجود دے۔ده وو??يل پاكستان ايتهوپيا ته ډېر مصنوعات لېږلې شي چې پكښې ټېكسټائل٬وريژې٬فارماسيوټيكل٬كيميكل٬جراحي او طبي آلات٬د لوبو سامان او تعميراتي ميټريل شامل دي۔دغسې چې پاكستان د ايتهوپيا څخه ډېر د خوراك څيزونه درآمد كولې شي۔په پاكستان كښې د ايتهوپيا سفير جمال بكر عبدالله په خپله وېنا كښې د دې عزم پخلے وكړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه كاروباري اړيكو لا ښه والي لپاره به خپل?? هڅې جاري س??تم??په پاكستان كښې د ايتهوپيا اعزازي قونصل جنرل ابراهيم خالد تواب د دواړو هېوادونو ترمينځه كاروباري اړيكو ته د ودې وركولو په اهميت هم رڼا واچوله
د پاكستان سرمايه كار دې ايتهوپيا كښې د سرمايه كارۍ موقعې ولټوي۔د ايتهوپين خارجه وزير مملكت مسګانو آريګا
7 Luck Online Entertainment Websites
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea