اسلام آباد۔4اګست(اے پی پی) په انسټي ټيوټ آف ??ټر??ټجک سټټیز كښې د ” 5 ا??ست 2019 د هند غېر قانوني اقدام – د كشميري اولس په حقونو او تشخص بريد روان دے ” په سرخط د جمعې په ورځ سيمينار وشو۔ د وزيراعظم د كشمير ??و ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمر زمان كائره په دې سيمينار كښې د خ??ص په مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ په دې موقعه خپل خطاب كښې قمر زمان كائره ووئيل چې كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له بلها قربانۍ وركړې دي٬ د كشمير په اړه د پاكستان په دريځ كښې كوم بدلون نه دے رامخے ته شوے۔ ده ووئيل نړيوالې ورورلۍ له به د خپلو ګټو په ځايې د كشمير مسئلې حل كولو پلو پام ګرځول وي۔ ده ووئيل مونږ به كه پاك پروردګار ته منظور وي كشمير د نړۍ د پام مركز جوړؤ۔ ده ووئيل د كشمير تحريك يو فكري تحريك دے ٬ دا يوه انساني مسئله ده ٬ د پاكستان كوم هم حكومت دې څخه پام بلخوا اړولې نه شي۔ ده ووئيل د هند د 5 ا??ست 2019 اقدام غېر قانوني دے كوم چې كوم قانوني او اخلاقي حېثيت نه لري۔ دستورې ته د خ??رجه چارو سېكتر او د انسټی ټیوټ آف ??ټر??ټجک سټډیز ډائرېکټر سهیل محمود، د او آئی سی د آزاد مستقل انسانی حقوق کمېشن غړي پخواني سفير تسنیم اسلم، د آزاد جموں و کشمیر د سماجي خېر ښېګړې پخوانۍ وزيرې فرزانه یعقوب او نورو خطاب وكړو۔ الطاف حسېن وانی په خپل خطاب كښې ووئيل د كشمير مسئله به په نړيواله كچه پورته كول وي۔ ده ووئيل كشميرې اولس د هند تسلط تسليمولو ته تيار نه دي۔ د حریت کنفرنس مشر لارښود غلام محمد صفی ووئيل هند په كال 1947 كښې په كشمير قبضه كړې ده كومه چې تر دې دمه قائمه ده بياهم د دې په ضد د كشميري اولس مزاحمت روان دے۔ دستورې ته د انسټیټیوټ آف ??ټر??ټجک سټډیز بورډ آف ډائرېکټرز چیئ??می?? خالد محمود هم خطاب وكړو
د قمر زمان كائره په انسټي ټيوټ آف سټرېټجك سټډيز كښې سيمينار ته خطاب
Virtual Football Cup Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش