اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د خانه كعبه امام پروفېسر ډاکټر صالح بن ??بداللہ بن ??ميد وئيلي دي ?? انسان قتل حرام دے٬ په غزه كښې د مسلمانانو قتل عام روان دے٬ نړيوال قوتونه دې د بشري حرمت پالنې ترمخه د بې ګناه فلسطينيانو د قتل عام لاره نيولو كښې كردار ولوبوي۔ دا خبرې امام كعبه په نړيوال اسلامي پوهنتون كښې “شريعه او د قانون په رڼا كښې ?? انساني ځان حفاظت” په سرخط نړيوال كنفرنس ته خپلې خاص وېنا كښې كړې۔ په فېصل مسجد کېمپس كښې كنفرنس ته خپلې وېنا كښې امام کعبه ووئيل په غزه كښې د بې ګناه وګړو قتل عام ?? انساني تاريخ تور دور دے ۔ ده ?? انساني ځان د تقدس ذكر كولو سره ووئيل رب كرېم په انساني ځان قسم پورته كړے او اسلامي دين ?? انساني ځان ضياع څخه په سختۍ سره منع فرمائيلي ده ۔ ډاکټر صالح بن ??بداللہ ووئېل د كوم سبب نه غېر انسان وژنې د جهنم وعيد دے۔ ده په دې موقع ډاکټر ھذال حمود العتيبي او د اسلامي پوهنتون د خدمات ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان خلق مينه ناك او مېلمه دوسته دي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د كنفرنس په موضوع مقالات او د سكالرز د لارې به مهم تجويزونه او سفارشات رامخې ته شي۔ په د موقع د ??عل??م لنډ مهاله وزير ډاکټر مدد علي سندھي ه?? خپله وېنا كښې د پاكستان په دوره كولو د امام كعبه مننه وكړه۔ په دې موقع د پوهنتون رېكټرې ډاکټر ثمينه ملك د پوهنتون صدر ډاکټر ھذال حمود العتيبي ه?? وېنا وكړه ۔ په دستوره كښې د سعودي عرب سفير نواف سعيد المالکي، د جامعه نائب صدور او د يو شمېر هېوادونو سفيرانو٬ د فېكلټۍ غړو او زده كوٶنكو ګ??ون وكړو۔ د يادونې وړ ده چې امام كعبه د نړيوال اسلامي پوهنتون په كنفرنس كښې ګډون لپاره اسلام آباد ته راغلے دے او د جمعې په ورځ به په فېصل مسجد كښې د جمعې مونځ امامت هم كوي۔
نړيوال قوتونه دې د فلسطينيانو د قتل عام لاره نيولو كښې كردار ولوبوي۔ د امام کعبه پروفېسر ډاکټر صالح بن عبداللہ بن حميد په اسلامي پوهنتون كښې نړيوال كنفرنس ته وېنا
MG card game entertainment platform official website
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ