لاهور۔26نومبر(??ے پی پی) د وزیر اعظم خاص استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې په غزه كښې جنګ ختمولو سره دې مستقل امن په ځايې كړې شي٬ مونږ له به فلسطين لپاره غږ پ??رته كول وي٬ د فلسطين مس??له د انسانيت مس??له ده ٬ د پاكستان امن ٬ سلامتيا او استحكام مونږ ټولو ته عزيز دے٬ فلسطين يوازې د مسلمانانو نه بلكې د مسيحيانو مقدسات هم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په لاهور پرېسں كلب كښې مسیحی لارښودو او پخواني وفاقي وزير ډاكټر ډاکټر پال بھټی سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ طاهر اشرفي ووئيل جړانواله پېښه مونږ لپاره د يو پاكستان او مسلمان په حېث يو آزمائش دے٬ مونږ پ?? دې پېښه شرمنده هم يؤ او معذرت هم كوؤ٬ ولې چې څوك زياتې كوي هغه معافي غواړي٬ مونږ جړانواله ته روان وو خو د فلسطين مس??له يوازې د فلسطين بلكې د ټول انسانيت مس??له ده نو ځكه مونږ له به اول ددې مسئلې په اړه غږ پ??رته كول وي۔ ده ووئيل د مسيحي لارښود ډاکټر پال بھټی آرګنائزېشن (مینارټی الائنس) دننه هېواد او بهر هېوادونو كښې ب??پړ?? غږ لري۔ د غزه حوالې سره غوښتنه كولو سره ده ووئيل په غزه كښې دې جنګ ختم او سيمه كښې د امن په ځايې كړې شي او د يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست جوړېدل دې باوري كړې شي چې پلازمينه يۍ القدس الشريف وي۔ ده ووئيل د اقليتونو مننه وكړه كومو چې د مسلمانانو په هره يوه مس??له كښې د دوئي ملګرتيا كړې ده او د فلسطيني اولس په ضد د اسرائيلي جارحيت يۍ غندنه كړې ده۔ ده ووئيل د انټرنېشنل انټر فېتھ هارمونی کونسل پلېټ فارم څخه غوښتنه كوؤ چې د فلسطين او اسرائيل ترمينځه د جنګ بندۍ لوظنامه كښې دې پراختيا وكړې شي او په منطقه كښی امن په ځايې كولو له دې مذاكراتي عمل پېل كړے شي۔ په دې موقعه مسیحی لارښود او پخواني وفاقي وزير ډاکټر پال بھټی ووئيل د مذهب په نامه چې كومې ډنډورې خپرولې شي دې سره هېواد ته زيان رسي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې چې د مذهب په نامه كله هم څوك چا سره زياتې وكړي نو د هغې دې مخنيوې وكړې شي دغسې چې څوك قانون په خپل لاس كښې وانخلي ولې چې دې سره نه يوازې په اقليتونو بلكې په ګرد هېواد كښې د اړي ګړي رامخې ته كېدو اندېښنه رامخې ته كېدې شي كومه چې د كوم هېواد سلامتيا لپاره سمه نه ده۔
په غزه كښې جنګ ختمولو سره دې مستقل امن په ځايې كړې شي٬ د كشمير او فلسطين مسئلې حل كيدو سره به نړۍ كښې امن په ځايې شي ٬ طاهر اشرفي
Fruity Candy Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ