APP12-090224
ISLAMABAD: February 09 - Caretaker Federal Minister for Information Murtaza Solangi and Caretaker Interior Minister Gohar Ejaz addressing a press conference at PID Media Center. APP/SMR/MAF/TZD
اسلام آباد۔9فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي چې په لويه شمېره كښې د آزاد كانديدانو كاميابي د دې خ??رې څرګندونه ده چې ټاكنې سپېځلې وې٬ امنيت ته د پېښو خطرو له امله موبائل سروس بند كړے شو٬ په پاكستان كښې په ا??ټر??ېټ او سوشل ميډيا كوم بندېز نه وو٬ د ټاكنو په ورځ فكسډ براډ بېنډ سهولت په بشپړ?? توګه فعاله وو ۔ دا خبره ده د جمعې په ورځ نګران داخله وزير ډاكټر ګوهر اعجاز سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه پرنسپل انفارمېشن آفیسر ډاکټر طارق محمود هم موجود وو۔ وفاقی وزیر د سولييزو ټاكنو په كېدو د پاكستان اولس ته مباركي وركولو سره ووئيل چې نګران حكومت د خپلې وعدې له مخې ټاكنې وكړې۔ ده ووئيل نګران حكومت تېر كال په 17 ??ګس?? سوګند پورته كړې وو او لوظ يۍ كړې وو چې الېكشن كمېشن ټولټاكنو له كومه نېټه مقرر كړي هم په هغې به كولې شي۔ ده ووئيل په دې اړه ډېرې بې بنسټه ډنډورې وكړې شوې خو مونږ ته د دې په باوري كېدو زياته خوشحالي شوې ده۔ ده ووئيل په ګرده نړۍ كښې د سیکورټی له امله ا??ټر??ېټ سروس بندولے شي۔ په كال 2022ء كښې د نړۍ په 35 هېوادونو كښې 187 ځله د ا??ټر??ېټ سروس بند كړے شوے وو۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد په دې سيمه كښې تر ټولو ??وږ?? جنګ كړے دے۔ زمونږ په زرګونو كسان شهيدان شوي دي۔ ده ووئيل تېره ورځ په 61 پېښو كښې 16 كسان شهيدان شول۔ د ټاكنو څخه يوه ورځ وړاندې 28 كسان شهيدان كړې شول۔ د 15 جنورۍ څخه وروستو 47 پېښې رامخې ته شوې په كومو كښې چې د 7 آئی ای ډیز او 26 ګرېنېډ بمونو پېښې وې۔ ده ووئيل تېره ورځ د کامن وېلتھ آبزرور ګروپ مشر هم ووئيل چې كله موبائل او ا??ټر??ېټ سروس موجود نه وو هغه وخت هم جمهورت او ټاكنې وې۔ ده ووئيل د موبائل سروس بندېدو دلاسه خلك ستونزو سره مخ شول خو د وګړو د ځانونو تحفظ زيات ضروري وو۔ ده ووئيل د وګړو د ځانونو تحفظ د امنيتي ادارو او داخله وزارت ذمه واري ده۔ د امنيتي خطرو له امله فون سروس بند ساتلے شوے وو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د آزاد كانديدانو ټاكنه د دې خ??رې عكاسي كوي چې ټاكنې سپېځلې شوي دي دي