تهران 23 مئی (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د ايران دورې په مهال د ايران صدر ارواښاد ډاكټر سید ابراهیم رئیسی او د هغه د ملګرو په اړه تعزیتی دستوره كښې د تاجكستان صدر امام علی رحمان پشمول نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه كړې دي۔د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د شورو په ورځ وزیر اعظم محمد شهباز شریف د ایران صدر ډاكټر سید ابراهیم رئیسی او خارجه وزیر پشمول د چورلكې په پېښه كښې شهيدانو غمرازۍ لپاره په يوه و??ځن?? دوره ایران ته تللې ؤ۔په دې موقع وزیر اعظم د تاجكستان صدر امام علی رحمان سره ملاقات كړې۔ملاقات كښې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څركندونه شوې۔وزیراعظم س??ه د آذربائیجان وزیر اعظم علی اسدوو هم ملاقات كړې چې پكښې د پاكستان او آذر بائیجان ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو په اړه خبرې اتري شوې۔وزیراعظم په باكو كښې كيدونكې 29م د ملګرو ملتونو كنفرنس آف پارټیز كامیابۍ لپا??ه د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔وزیر اعظم سره په دې مهال د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی هم ملاقات كړې۔ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔وزیر اعظم س??ه د تركیه نائب صدر جودت یلماز او تركیه خارجه وزير هاكان فیدان سره جلا جلا ملاقاتونه كړې۔ملاقاتونو كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو خبرې اتري شوې په دې مهال وزیراعظم د تركيې صدر رجب طیب اردوان له د پاكستان دورې كولو بلنې پخلے وكړو۔وزیراعظم د ایران سپریم لیډر تعینات كړې شوې انتظامی اسمبلۍ ’’مجمع تشخیص مصلحت نظام‘‘ غړي احمدی نژاد سره هم ملاقات كړې دے۔
وزیراعظم شهباز شریف د ايران دورې په مهال د تاجكستان صدر پشمول نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه
Lucky God Entertainment official website
مضمون کا ماخذ : Raging Rhino