اسلام آباد11جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف صوبائي حكومتونو ته د بحلۍ غلا مخ ن??وي كمپائن كښې د بشپړه مرستې كولو ٬ غلو ته سزا وركولو٬د اووربلنګ مخ ن??وي او د تقسيم كوونكو كمپنو كښې صارفينو آسانيو لپاره د موثر او متحرك نظام جوړولو سپارښتنې كولو سره وئېلي دي د زياتې شوې ګرمۍ ترمخه دې په هېواد كښې د لږ نه لږ لوډشېډنګ وكړے شي۔ده دا امر ده د نهې په ورځ د بجلۍ صورتحال په اړه د غونډې مشرۍ په مهال كړے ٬ د وز??راعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونده كښې د اقتصادي چارو وفاقي وز??ر احد خان چيمه٬د توان وفاقي وز??ر سردار اويس لغاري٬د پیټروليم وفاقي وز??ر ډاكټر مصدق ملك٬د وز??راعظم كوآرډينېټر رانا احسن افضال او اړوند وزارتونو اعلٰی افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د هېواد په كچه د برېښنا طلب او رسد او لوډشېډنګ رجحانات په اړه بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د برېښنا نشته والي په اړه د ګيلو په وخت ??ندراج لپاره تقسيم كوونكو كمپنو كښې د صارفين آسانيو لپاره موثر او متحرك نظام جوړ كړئ٬د نوې ټرانسفارمرز اغستل بايد يواځې د نړيوال معيار خصوصيات له مخې وي٬دغسې د توان په څانګه كښې اصلاحات لپاره په نړيواله كچه د رائج جديد نظام څخه دې استفاد وكړې شي٬ ده ووئېل صوبائي حكومتونه دې د بجلۍ غلا مخ ن??وي كمپائن كښې بشپړه مرسته وكړي او غلو ته دې سزا وركړې شي او د اووربلنګ دې مخ نيوے وكړے شي۔غونډې ته ووئيل شول د اووربلنګ په ضمن كښې د يكم اپرېل څخه تر 30 مئي 134 مقدمې درج او 90 ملازمين ګ??فتار كړې شوي۔په غونډه كښې وز??راعظم ته ?? نېشنل ټرانسمېشن اينډ ډسپيچ كمپنۍ تنظيم نو عمل كښې تراوسه د پېشرفت په اړه بريفنګ وركړے شو۔غونډې ته ووئيل شول د توان په څانګه كښې د اصلاحات په لړ كښې د راتلونكې كال پرمختيائي بجټ كښې د 124611 ټرانسفارمرز ميټرنګ پروژه هم شامله كړې شوې٬د آسيائي پرمختيائي بانك مرستې سره به آئيسكو په دريو كښې يوه برخه صارفين په سمارټ ميټرز منتقل كوي ٬د دې نه پس به د دې پروژې د كار دائره د هېواد تر نورو سيمو پراخه كولې شي۔غونډې ته ووئيل شول چې د ښې ريكوري لرونكې سيمو كښې لوډشېډنګ نشته او د بجلۍ محكمو نادهنده او غلا په سيمو كښې يواځې جزوي لوډشيډنګ كېږي۔په غونډه كښې وز??راعظم د بجلۍ غلا مخ ن??وي كمپائن كښې تراوسه د شوي پېشرفت په اړه هم خبر كړے شو۔غونډې ته ووئيل شول د صوبائي حكومتونو مرستې سره د بجلۍ غلا مخ ن??وي كمپائن په كاميابۍ سره روان دے٬د بجلۍ غلا مخ ن??وي كمپائن كښې 7 ستمبر 2023 نه تراوسه 160004 اېف آئي آر درج٬ 79885 كسان نيولي شوي او 448 ملازمين معطل كړے شوي دي۔
د وزيراعظم شهباز شريف لخوا صوبائي حكومتونو ته د بجلۍ غلا مخ نيوي كمپائن كښې د مرستې كولو٬ د اووربلنګ مخ نيوي او تقسيم كوونكو كمپنو كښې د صارفين آسانيو لپاره موثر او د متحرك نظام جوړولو سپارښتنه
फ़ुटोंग इलेक्ट्रॉनिक्स विश्वसनीय मनोरंजन मंच
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria