اسلام آباد۔22جون (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د څلورو واړو صوبو پشمول د ټولو ګوندونو په اتفاق سره د هېواد نه د ترهه ګرۍ او انتها پسندۍ ختمولو لپاره د ترهه ګرۍ په ضد د قامي ??بارزې د بيا فعالولو لپاره د ” آپرېشن عزم استحكام” پېل كولو منظوري وركړې ده۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم د دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د نېشنل ايكشن پل??ن د سنټرل ایپکس كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ٬ د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف، د كورنيو چارو وزير محسن نقوي، د خزانې وزير اورنګزېب، د قانون وزير نذير تارړ او د اطلاعاتو او خپرو??و وفاقي وزير عطاء تارړ په شمول د وفاقي كابينې مهمو وزيرانو، د څلورو واړو صوبو او ګلګ بلتستان اعلی وزيرانو٬ سروسز چيفس او د صوبو چيف سېكترانو سره سره اعلی سول او پوځي چارواكو او د قانون نافذونکو ادارو لوړ پوړو چارواکو ګډون وكړو۔ په دې غونډه كښې د ترهګرۍ په ضد د روانې مبارزې او د هېواد په داخلي امنیتي وضعیت مفصلې خبرې وشوې۔ د غونډې په مهال د نېشنل اېكشن پلان په څو اړخيزه اصولو د پېشرفت جاج واخستل شو۔ د غونډې په مهال د بشپړې ??لي اجماع او د هر اړخیزې همغږۍ په بنسټ له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د یوې فعاله او نوې متحرکې ستراتیژۍ په حاجت زور راوړے شو۔ وزيراعظم د څلورو واړو صوبو ٬ ګلګت بلتستان او آزاد كشمير په شمول د ټولو فريقينو په سلا د آپرېشن عزم استحكام پېل كولو منظوري وركړه دغسې چې هېواد څخه د انتها خوښي او ترهګرۍ ختمولو له د رهګرۍ مخنيوي قومي ??هم بیرته فعاله كړې شي. ”آپرېشن عزم استحکام ” به يو بشپړه او پړېكندا انداز كښې د انتها خوښۍ او ترهګرۍ خطرو مخنيوي لپاره هڅې مربوط او هم آهنګ كړي۔ په سياسي سفارتي دائره كار كښې به د سيمې ??ه مرسته د ترهګرو پټ ځايونه ختمولو له هڅې ګړندۍ كړې شي۔ ده ووئيل ترهګرو ته به مثالي سزاګانې وركولې شي۔ فورم د دې خبرې پخلې وكړو چې د انتها خوښۍ او ترهګرۍ په ضد جنګ د پاكستان جنګ دے او دا د قام بقاﺀ او خېر ښېګړې ??ه ضروري دے۔ فورم پرېكړه وكړه چې چا ته به د رياست د رټ چېلنج كولو اجازه وركولې نه شي او په دې لړ كښې به كوم رعايت كولې نه شي فورم په پاكستان كښې د چينائي وګړو فول پروف سېكورټي باوري كولو اقداماتو هم جاج واخست۔ د وزیراعظم له منظورۍ څخه وروستو اړوندو ادارو ته نوې اېس او پيز جاري كړې شول چې ورسره به په پاكستان كښې د چائينيز وګړو لپاره د بشپړه امنيت باوري كولو په طريقه كار كښې اضافه وشي۔
وزيراعظم د ترهه ګرۍ په ضد قامي مبارزه بيا فعالولو لپاره د ” آپرېشن عزم استحكام” پيل كولو منظوري وركړه
Caishenniu Credit Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن